د سټراټيژیک پلان کمېټې ناسته وسوه

kdru_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۱۴ - ۱۱:۱۶
د سټراټيژیک پلان کمېټې ناسته وسوه

د دوشنبې په ورځ، د کندهار پوهنتون د علمي شورا د غونډو په تالار کښي، د پوهنتون د رئېس م. اکرم شاه عاصم په مشرۍ د سټراټيژیک پلان کمېټې ناسته وسوه، چي پر مهال ئې د رهبرۍ غړي، د پوهنځي رئېسان، استادان او اړوند اداري کارمندان حاضر ول.

ناسته چي د قرآن کریم د څو مبارکو آیاتو په تلاوتولو پېله سوه، په سر کښي، د کندهار پوهنتون رئېس م. اکرم شاه عاصم وویل: د ننۍ ټکنالوژیو او معاصرو پرمختګو په وخت کښي تجربو ښوولې، چي پلان جوړونه او د هغه عملي کېدنه د بشري ټولنو، د بېلابېلو ادارو؛ په ځانګړي ډول د تعلیمي کهول په وده او پراختيا کښي ستر او ارزښتناک رول لري، چي په خبره ئې هغه اهداف، چي د دقيقو او منظمو پلانو پر اساس پلان سوي او تعقيب سوي، دوامداره پايلې لري؛ د اهدافو او اړتياؤ پر وخت د پلان ټاکل د عملي کولو له پاره اړين ګامونه دي؛ له همدې امله د منظم او مؤثر سټراټيژیک پلان درلودل؛ ېوه اړینه اړتيا ګڼله کيږي.

ورپسې د کندهار پوهنتون د پلان او پالیسۍ عمومي مدیر ضیاء خان زیارمل؛ د هر پوهنتون له پاره د منظم سټراټیژیک پلان جوړونه او ښه والی ېو له مهمو فعالیتو څخه یاد کړ؛ وروسته ئې د ېو پرېزينټېشن په بڼه، د کندهار پوهنتون پنځه کلن سټراټیژيک پلان وښود، او د کندهار پوهنتون د پنځه کلن سټراټیژيک پلان، پلان سوي برخي ئې له مسئولانو سره شریکي کړې، د نظرونو د تبادلې وروسته ئې په اړه مهمي پرېکړي وسوې.

وروسته ناسته د دؤعا په ویلو سره پای ته ورسېده.

سه شنبه ۱۴۴۵/۶/۲۱

د عامه پوهاوي او اړیکو آمریت

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۳۹۸/۶/۴ - ۱۶:۱
Background image

تعميراديتوريم

جهت زيبائی تعميراديتوريم ساحه چهار اطراف آن ليول ګرديده است که درآينده برای سرسبزی خوبتر اماده ګرديده باشد.

BACK TO NEWS