د سهېل لوېدیځ زون د دولتي پوهنتونو او لوړو زده کړو مؤسسو له پاره د برېښنايي زده کړو په نوم ورکشاپ پېل سو

kdru_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۹/۱۴ - ۱۱:۳۲
/

د دوشنبې په ورځ، د کندهار پوهنتون د مسلکي او پرمختیايي مرکز د غونډو په تالار کښي د سهېل لوېدیځ زون د دولتي پوهنتونو او لوړو زده کړو مؤسسو له پاره د برېښنايي زده کړو په نوم درې ورځنی ورکشاپ پېل سو، چي پر مهال ئې د کندهار پوهنتون علمي مرستیال پوهنیار عبدالخالق چوپان، د برېښنايي زدکړو (زده کړو)  کمېټې غړي، د لوړو زده کړو وزارت څخه راغلی پلاوی او د سهېل لوېدیځ زون د دولتي پوهنتونو کارمندان حاضر ول.

ورکشاپ چي د قرآن کریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت کولو سره پېل سو، په سر کي د کندهار پوهنتون د علمي چارو مرستیال پوهنیار عبدالخالق چوپان د پېلیزي وینا پر مهال ټولو ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه او خوښي ئې وښووله، چي د سهېل لوېدیځ زون د پوهنتونو له پاره د (برېښنایي زدکړو پېژندني، برېښانیي زدکړو اهدافو، برېښنایي زده کړو ضرورتو او برېښنایي زده کړو مېتودونو) اړوند، درې ورځنی ورکشاپ پېل سو.

ښاغلي چوپان، په اوسني پر مختللي نړۍ کښي، برېښنايي زده کړي مهمي وګڼلې، په هیواد کښي ئې د برېښنايي زده کړو د ارزښت او اهمیت په اړه هر اړخیزي وینا وکړه او د یاد ورکشاپ له مسئولانو څخه ئې مننه وکړه چي داسي برنامې ایجادوي.

وروسته ورکشاپ د وزارت څخه راغلي پلاوي رسماً پېل کړ، چي په سر کښي ئې د برېښنايي زدکړو پر پېژندنه، اساسي موخي، د برېښنايي زدکړو لومړۍ اړتیاوي، د برېښنايي زدکړو مېتودونه او نورو اړوند موضوعات باندي ئې بحث او خبري وکړې، او هم ئې د ګډونوالو پوښتنو ته مفصل جوابونه وویل.

د یادولو وړ ده، چي دا ورکشاپ به درې ورځي ادامه ولرې او د اجنډا مطابق به، د برېښنايي زده کړو پر پېژندنه او د  یاد سیسټم څخه د کاروني اړوند هر اړخیز موضوعات پکښي وویل سي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۳۹۸/۶/۴ - ۱۶:۱
Background image

تعميراديتوريم

جهت زيبائی تعميراديتوريم ساحه چهار اطراف آن ليول ګرديده است که درآينده برای سرسبزی خوبتر اماده ګرديده باشد.

BACK TO NEWS