طب

Dطب پوهنځی په ۱۳۷۲ل. کال تاسیس سو او په خپلو فعاليتونو ئې پيل وکړ؛ نوموړی پوهنځی ۲۸ استادان لري، چي ۱۵ ماسټران او ۱ دوکتور دئ. ۳ استادان دا مهال په مختلفو داخلي او خارجي پوهنتونو کي په  ماسټري او ۲ استادان د دوکتورا په لوړو زده کړو بوخت دي. په پوهنځي کي اوس ۶۸۷ محصلان زده کړي کوي او له تاسیس څخه تر اوسه پوري نوموړي پوهنځي ۷۸۵ فارغ محصلان ټولني ته وړاندي کړي دي.

ليرليد: په افغانستان کي د لومړني مخکښي لارښودي طبي ښوونيزي او روزنيزي موسسي په توګه را څرګنديدل.

رسالت: د طبي ساينس او تخنيک د سم تطبيق په واسطه د عصري طبي ښووني، څېړنو ، اود ټولنيزو خدمتونو  له لاري د ټولني روغتيايي حالت ښه کول.

څانګي:

پاراکلينيک

جراحي

داخله

اطفال

هستوپتالوژي

صحت عامه