د افغانستان مالیاتي نظام سیمینار

kdru_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۰ - ۱۲:۱۰
image

مالیې وزارت د کندهار پوهنتون استادانو او کارکوونکو ته د افغانستان مالیاتي نظام سیمینار وړاندي کړ

د کندهار پوهنتون د علمي شورا د غونډو په تالار کي د مالیې وزارت د عوایدو لوی ریاست راغلو استازو، د کندهار پوهنتون استادانو او کارکوونکو ته د افغانستان مالیاتي نظام سیمینار وړاندي کړ، چي پر مهال ئې د کندهار پوهنتون قدرمن رئیس الحاج شیخ عبدالرحمن طیبي صاحب، د پوهنتون ښاغلي مرستیالان، د پوهنځيو محترم رئېسان، قدرمن استادان، د مالي او حسابي چارو آمریت کارکوونکي او د کندهار مستوفیت ریاست استازي حاضر ول.
د سیمینار په شروع کي د کندهار پوهنتون قدرمن رئیس الحاج شیخ مولوي عبدالرحمن طیبي صاحب، ټولو ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه او وې ويل: موږ خوشحاله یو، چي د يوه امير په مشرتوب او قيادت سره په نظام کي ټولي ادارې د یو بل سره په همږغۍ، تفاهم او همکارۍ کار کوو؛ د افغانستان اسلامي امارت موخه دا ده، چي بودیجه په سمه، عادلانه او اغېزناکه توګه مصرف سي؛ زموږ هم اساسي هدف دا دئ، چي ملي شتمني او مالي امکانات په سم ځای کښي ولګول سي او دغه نننى سیمینار د ټولو امارتي ادارو له پاره یو مهم سیمینار دئ.

وروسته، د مالیې وزارت د عامه پوهاوي او د مالیه ورکوونکو د شکاياتو آمر محترم روزي محمد نېکمل، په افغانستان کي د مالیاتو د ډولونو، په مالیاتو کي د اسلامي امارت د مشرتابه د رامنځ ته سوو معافیتو او تخفیفونو، د مالیه‌ ورکوونکو د مکلفیتونو او مالیاتي کړنلارو په اړه بشپړ معلومات وړاندي کړل؛ د ګډونوالو پوښتنو ته ئې جوابونه وویل او سیمینار ئې د دؤعا په کولو سره پای ته ورساوه.

نېټه: ۱۴۴۷/۷/۱۰