د دارالصالحین لیليې محصلانو ته اصلاحي بیان وسو

د يکشنبې په ماښام د کندهار پوهنتون قدرمن رئیس، الحاج شیخ مولوي عبدالرحمن طیبي صاحب، د پوهنتون په مسجد کي د دارالصالحین ليليې سوونو (سلګونو) اوسېدونکو محصلانو ته بېلابېلي لارښووني وکړې.
ناسته، چي د قرآن کریم د څو مبارکو آیاتو په تلاوتولو پېل سوه، وروسته شیخ صاحب د خپلو خبرو په پېل کي محصلانو ته وویل: تاسي ماته د باغ په رقم یاست، باغوان تل د خپل باغ ساتنه کوي، پر وخت اوبه ورکوي او پالنه ئې کوي؛ زه هم همداسي ستاسي په فکر کي یم؛ ستاسي تدریس، لیلیه، خوراک، د ظرفیت لوړوني کورسونه او عمومي پرمختګ زما له لومړیتوبو څخه دي؛ ما د خپل کور ډېري چاري ستاسي په خاطر پرې ایښي دي؛ خو تاسي هم باید دا احساس ولرئ، چي د پوهنتون دا فرصتونه ډېر ارزښتناک دي؛ باید خپل قیمتي وخت ضایع نه کړئ، په ځانګړي توګه د ځوانۍ دا عمر؛ ځکه دا بیا نه راګرځي.
هغه د مسلمانانو د کامیابۍ رازونه هم تشریح کړل او زياته ئې کړه، چي ېو مسلمان هغه وخت په دؤنیا او آخرت کي بریالی کېدای سي، چي د الله تعالی جل جلاله پر دین کلک پاته سي، د خپلو مشرانو اطاعت وکړي، د ډلو او اختلافاتو څخه ځان وساتي او د اسلامي شریعت پوره پابند اوسي. دغه راز ښاغلي طیبي صاحب د اتفاق او ېووالي پر اهمیت تفصیلي خبري وکړې او د بېاتفاقۍ ېوه بېلګه ئې د افغانستان د وروستي تاریخ څخه وړاندي کړه، چي په خبره ئې، د روسانو د ماتي وروسته د ډلو جنګو او اختلافاتو څونه هيواد زیانمن کړ؛ خو کله چي د افغانستان د اسلامي امارت بنسټګر، مرحوم لوی ملا صاحب رحمه الله، تر قیادت لاندي اتفاق او يووالی رامنځته سو؛ نو د الله تعالی په کومک سره ئې شرعي نظام حاکم کړ او په ټول هيواد کي ئې امن قائم کړ.
شیخ صاحب د خپلو خبرو په وروستیو کي له محصلانو څخه وغوښتل، چي له قومي او ژبني تعصب څخه ځانونه لیري وساتي، په خپلو منځو کي ښه د ورورګلوۍ ژوند وکړي، د پاکوالي مراعت ته باید جدي پام وکړي، په خپلو منځو کي همېشه شفقت کوى او يو د بل قدر او احترام کوی، وروسته شیخ صاحب تولو محصلانو ته دؤعا وکړه او مجلس د دؤعا په کولو سره پای ته ورسېد.
نېټه: ۱۴۴۷/۴/۱۳