عامه ادارې او پاليسي پوهنځي خپل کلنی څېړنیز سمپوزیم جوړ کړ

kdru_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۷ - ۱۵:۶
image


د کندهار پوهنتون د غونډو په عمومي تالار کي، عامه ادارې او پاليسي پوهنځي خپل کلنی څېړنیز سمپوزیم د (عامه پالیسي او برېښنایي حکومتولي) په نامه جوړ کړ، چي پر مهال ئې، د رهبرۍ محترم غړي، د پوهنځيو محترم رئېسان، ښاغلي استادان، محصلان او درانه مېلمانه حاضر ول.

سمپوزیم چي د قرآن کریم د څو مبارکو آياتو په تلاوتولو سره پېل سو؛ په سر کي د عامه ادارې او پاليسي پوهنځي رئېس ښاغلي پوهنمل محمد محتاج ټولو ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه؛ هغه وویل: دا د ویاړ ځای دئ، چي د محصلانو په نوښت دا علمي سمپوزیم جوړيږي، چي په خبره ئې؛ څېړنه د ټولني د ستونزو د درک او حل ېوه علمي وسیله ده او دا مهمه ده، چي محصلان د خپل تحصیلي سفر ترڅنګ؛ له علمي څېړنو سره آشنا سي. هغه له استادانو څخه هم مننه وکړه، چي د محصلانو ملاتړ ئې کړی او هغوی ته ئې علمي لارښووني کړي دي.

تر رسمي پرانیستني وروسته، هغه محصلان، چي څېړني ئې کړي وې، د دریځ مخته ته راوغوښتل سول او خپلي علمي مقالې ئې وړاندي کړې؛ لومړي ډلي په کندهار کي د برېښنایي حکومتولۍ د خنډونو او حل لارو په اړه څېړنه کړې وه، چي د کندهار له بېلابېلو دولتي او غیر دولتي ادارو څخه راټول سوي معلومات ئې وړاندي کړل؛ دوهمي ډلي د پالیسیو د طرحي جوړوني په بهیر کي د کندهار پوهنتون د کارکوونکو د ونډي او پوهاوي تشریحي او احصائیوي څېړنه وړاندي کړه؛ درېیمي ډلي د برېښنایي حکومتولۍ په کندهار پوهنتون کي د حالت او اړتیاؤ موضوع څېړلې وه؛ څلرمي ډلي بیا د اداري فساد په کمولو کي د برېښنایي حکومتولۍ ونډه تشریح کړې وه؛ وړاندي کړلې. همداراز، تر ېوولسو پوري بېلابېلو ډلو خپلي څېړنیزي مقالې وړاندي کړې، چي هره مقاله له علمي تحلیل، احصائیوي معلوماتو او واضحو پایلو سره مله وه؛ د هري مقالې د وړاندي کولو پر مهال، ګډونوالو له وړاندي کوونکو څخه پوښتني وکړې او وړاندي کوونکو هر اړخیز جوابونه ورکړل.

په وروستۍ برخه کي، د کندهار پوهنتون رئېس محترم الحاج شېخ مولوي عبدالرحمن طيبي صاحب د سمپوزیم د ارزوني له پاره دریځ ته راوغوښتل سو؛ هغه د محصلانو دغه علمي هڅي وستایلې او زیاته ئې کړه، چي دا ډول څېړنیز فعالیتونه د پوهنتونو د علمي پرمختګ ښکارندوی دي.

شېخ صاحب له استادانو هم مننه وکړه او له محصلانو ئې وغوښتل: چي څېړني دي د اسلامي ارزښتو، ملي اړتیاؤ او د افغانستان د شرایطو له مخه کوي؛ هغه وویل: موږ په مسلمانانه ټولنه کي ستر عالمان، پوهان او قهرمانان لرو او د نننيو پرمختګو سرچینه اسلام دئ؛ او سمپوزيم ئې مثبت و ارزاوه.

د سمپوزیم په وروستیو کي د څېړونکو مخکښو ډلو ته، ژوري؛ مسئولانو ستاینلیکونه، ایوارډونه او تحفې ورکړې او سمپوزیم د دؤعا په کولو سره پای ته ورسېد.
نېټه: ۱۴۴۶/۱۱/۳۰