د سمنګان پوهنتون اداري کارکوونکو، کندهار پوهنتون ته علمي سېر وکړ

kdru_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۷ - ۱۴:۴۴
image

 

د سمنګان پوهنتون د کارکوونکو چارو د آمر په مشري، د ياد پوهنتون ٢١ اداري کارکوونکو، کندهار پوهنتون ته علمي سیر وکړ؛ د کندهار پوهنتون د اړوندو برخو له مسئولانو سره ئې وليدل او هم ئې د کندهار د بېلابېلو تاریخي او تفریحي ځایو څخه لیدنه وکړه.

د سمنګان پوهنتون اداري کارکوونکو، کندهار پوهنتون ته د خپل علمي سېر پر مهال لومړی، د کندهار پوهنتون د مرکزي لابراتوار، د انجنيري پوهنځي لابراتوار، علامه حبيبي کتابتون، لیلیې، مسجد، بېلابېلو آمریتو او ځینو برخو څخه لیدنه وکړه او د یاد مرکزو مسئولانو هراړخیز معلومات ورکړل او هم ئې له خپله اړخه د سمنګان پوهنتون راغلو کارکوونکو ته د هر راز همکاریو ډاډ ورکړ.

وروسته د سمنګان پوهنتون کارکوونکو، د کندهار پوهنتون د مالي او اداري چارو له مرستیال محترم انجنير اکرام الله صهيب سره د همږغۍ ناسته وکړه، ښاغلي صهيب ټولو مېلمنو ته ښه راغلاست ووایه او وروسته ئې د خپلو خبرو پر مهال زیاته کړه، چي علمي مرکزونه باید د ګډ هدف له پاره کار وکړي او تل ئې باید ترمنځ همږغي موجوده يي.

ورپسې، د سمنګان پوهنتون کارکوونکو د کندهار پوهنتون د رهبرۍ له مېلمه پالني او همکارۍ کولو څخه ځانګړې مننه وکړه او زياته ئې کړه؛ الحمدلله، په کندهار پوهنتون کي ېوازي فزیکي پرمختګ نه؛ بلکي معنوي او روحاني پرمختګ هم سوی دئ، چي دا د دې اسلامي نظام ګټه ده.

نېټه: ١٤٤٧/٤/٦
د عامه پوهاوي او اړيکو آمریت