د خبر لیکني پنځلس ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد

kdru_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۴ - ۹:۱۳
image

د خبر لیکني پنځلس ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد

د کندهار پوهنتون د ژورنالیزم او عامه اړیکو پوهنځي د دوهم  ټولګي (۵۴) محصلانو ته، د هغوی د عملي زده‌کړو د پیاوړتیا او د رسنیزو مهارتو د لوړاوي په موخه، د رسنیو عملیاتي مرکز اړوند د راډیو عمومي مدیر ښاغلي ذکریا فاروقي د خبر لیکني ١٥ ورځنی ورکشاپ دائر کړ.

په ياد ورکشاپ کښي د ژورناليزم او عامه اړيکو پوهنځي محصلانو ته د خبر پېژندنه، د راډیويي او تلویزوني خبر جوړولو طريقه، د خبر ایډیټ او ثبت، د خبري کنفرانس کنټرول او د خبر لیکني اړوند نور موضوعات بیان سول او هم ئې په عملي توګه له یادو مهارتو سره بلد کړل؛ تر څو محصلان په خپله مسلکي ساحه کښي مسلکي ساحه کښي د یوه مسلکي خبریال په توګه استفاده ځني وکړي.

د یادوني وړ ده، چي تر یاد ورکشاپ مخکي هم د رسنیو علمیاتي مرکز محصلانو ته په اړوندو برخو کښي بېلابېل ورکشاپونه دائر کړي دي.

نېټه:١٤٤٧/١٢/١٧