د ارزوني معلومات

kdru_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۸ - ۱۶:۴۱
image

د کندهار پوهنتون له رهبرۍ سره د ټولو پوهنځیو د ارزوني معلومات شريک کړل سول

 

د لوړو زده کړو وزارت د پلان، څارني او ارزوني ریاست څخه راغلي هيئت، په کندهار پوهنتون کي د خپلي ارزوني د معلوماتو شریکولو په موخه د پوهنتون د ټولو پوهنځیو له محترمو رئېسانو، ښاغلو استادانو او اړوندو ادارو له قدرمنو مسئولانو سره ناسته وکړه.

 

د ناستي پر مهال د کندهار پوهنتون د علمي چارو مرستيال پوهنيار مولوي سيف الله سعيد صاحب د خپلو خبرو پر مهال وویل: په هره اداره کښي، نظارت او څارنه لا نور شفافیت ته لاره هواره یي او هم مسئولان خپلو مسئولیتو ته متوجې کوي، چي په خبره ئې؛ الحمدالله د کندهار پوهنتون ټول استادان، اداري او خدماتي کارمندان بېله قومي، ژبني، نژادي او تعصب پرته؛ د هيواد خدمت او د نظام ټينګښت ته پوره ـ پوره ژمن دي، او په کمو امکاناتو ئې د دې هیواد ځوان نسل سالمه روزنه په ډېر اخلاص سره کړې ده.

 

ورپسې د لوړو زده کړو وزارت د پلان، څارني او ارزوني ریاست مسلکي غړی عبدالحميد سکندري وویل: دا د ویاړ ځای دئ، چي ادارې مو پاکي، منظمي او د اصولو سره سم خپلي چاري ترسره کوي؛ هغه زیاته کړه: موږ د کندهار پوهنتون د زده‌کړئيز چاپېریال، نظم، محصلانو رضایت او تحصیلي بهیر له نژدې و ارزاوه، چي زیاتره برخي ئې مثبتي وې، محصلان خوښ ول او درسونه ئې منظم روان ول.

 

په پای کي، د ناستي له ګډونوالو د ارزوني پايلي شريکي سوې او دواړو خواوو د اصلاحاتو په برخه کښي د همکاريو ډاډ څرګند کړ.

 

نېټه: ۱۴۴۷/۶/۱۸