faculty of pharmacy

د  فارمسي پوهنځي پېژندنه

 

تاریخچه

  • د فارمسي (درمل جوړولو ) پوهنځي چي په ( ۱۳۹۷ ل) کال کي د  کندهار پوهنتون د ریاست په غوښتنه او د لوړو زده کړو د وزرات د ۱۵/۸/۱۳۹۸ نیټې په (۵) نمبر پروتوکول غونډي کي تر منظوري وروسته په کندهار ولایت کي تا‌‌سیس او په ( ۱۳۹۹ ل ) کال یې د یاد پوهنتون د طبي کمپس په ساحه کي یې په فعالیت پیل وکړ.
  • څرنګه چي یاده پوهنځي نوې ایجاد سوې ده؛ نو په (۱۴۰۰ ل) کال کي ورته د استادانو او اداري کارمندانو د استخدام چاري پيل سوې او  د ۱۴۰۰ هـ ش کال د کانکور د ازمویني له لاري ورته د لومړي ځل له پاره زده کړیالان وروپیژندل سول او عملا یې د تدریس چاري پیل سوې.

 

لرلید

د کندهار پوهنتون د فارمسي پوهنځي به د هیواد په کچه د مسلکي کدرونو په روزلو کي د غوره پوهنځيو په ډله کي ځاي ولري.

رسالت

د درملو او خوړنتوکو د جوړیدني او څارني په برخه کي و ټولني ته د وړ او مسلکي فارمسستانو روزل او وړاندي کول.

 

موخي

  • د باکیفیته زده کړو چمتو کول
  • څیړني ته وده ورکول
  • ټولني ته وړ او با احساسه مسلکي کسان وړاندي کول
  • مسلکي مهارتونو ته پراختيا ورکول
  • ملي او نړۍوال معیارونه پلي کول
  • د درمل جوړوني او غذایي توکو د صنعت سره همږغي کول
  • د درملو او خوړو د سمي استفادې نظارت کول
  • د افغانستان د طبي بوټو راټولو، ذخیره کولو او کارونی سره د محصلانو اشنا کول

 

 

بنسټیز ارزښتونه

1. مسلکي اخلاق   

2. علمي صداقت

3. زده‌کړو ته ژمنتیا 

4. خدمت ته ژمنتیا

5. مساوات او درناوی

6. همکاري او په ګډه کار

7. ابتکار او څېړنه 

8. قانون ته درناوی 

 

 

د پوهنځي څانګي

د کندهار پوهنتون د فارمسي پوهنځي د علمي کادر د غړو د کمښت له امله یوازی یوه څانګه لري، دا څانګه د عمومي څانګي په نوم یادیږي

د فارمسي پوهنځي اراده لری، چي په راتلونکی کلونو کي به د استادانو د شمیر د ډیریدو سره د څانګو شمیر هم ډیر کړي

 

د عمومي څانګي پيژندنه

  • کندهار پوهنتون د فارمسي پوهنځي عمومي څانګه په ۱۳۹۹ ه.ش کال کي د پوهنځي د انکشافی پلان سره سم د لوړو زده کړو وزارت د رهبري شورا تر تائید وروسته پرانیستل سوه.
  • دغه څانګه اوس مهال پنځه تنه د علمي کادر دایمي غړي لري چي پوهنیار زیارمل تیرزی ددغه څانګې آمر، پوهنیار صفی الله مدثر ،پوهنیار مزمل رضايي، پوهنیار یاد محمد نظري او پوهنیار ضیاء اسلام محمدی د څانګي غړي دي.
  • دا چي د کندهار پوهنتون فارمسي پوهنځي د Pharm-D په سویه لیسانس محصلان د عمومي څانګي څخه فارغ کوي؛ نو پردې اساس عمومي  څانګه د فارمسي پوهنځي د کريکولم سره سم د لومړيو ټولګيو څخه تر وروستيو  پوري ددي څانګي اړوندو مضامين  تدريس په  نظري او عملي  ډول  مخته وړي.

 

 

د عمومي څانګي لرلید

عمومي ډیپارټمنټ د یو معتبر واحد په توګه د هيواد په کچه د فارمسي د کریکولم د تدریس، څېړنو او علمي معیارونو په تطبیق سره د یو معتبر علمی بنسټ او مرکز په ډول ټولنې ته د مسلکي فارمسسټانو وړاندي کول؛ ترڅو وکولای سي د ټولني ضرورتونه د فارمسي په مختلفو برخو ( فارمسیوتیکس، د فارمسی کیمیا ، فارمکولوژي، بیوشیمي، فارمکوګنوزي او مایکروبیولوژي) کي په متعهد او مسلکی شکل رفع کړي. د نوې تکنالوژۍ په کارولو سره د ګټوروعلمي څېړنو، عملي چوپړتیاو په سرته رسولو سره د هیواد په کچه د روغتیايي سکتور ښه والی، طبي بوټود علمي او مسلکي کاروني او سنتي طب ته په روغتیایي سکتور کي وده ورکول.

 

د عمومي څانګي ماموریت

د استادانو له پاره د فارمسي په برخه کي د  څيړنيزو اسانتياؤ او د عصری تکنالوژی برابرول او د هغه څخه د ګټې اخيستلو له پاره د روزنيزو پروګرامونو ترتيب اوهم د محصلانو له پاره د داسي شرايطو برابرول؛ تر څو د عمومي فارمسي  د پرنسيپ اړوند پوره پوهه ولری، په عملی مهارتونو پوره بلد وی، د کاري اخلاقي  سلوک نمونه او هم د ټولنی چوپړ ته تيار او د نړۍوالو ننګونوسره عملا ًد علمي مقابلې جوګه وي.

 

دعمومي څانګي موخي

  • د درمل جوړوني په برخه کي د تازه معلوماتو لاسته راوړل او له محصلانو سره شریکول.
  • د استادانو او محصلان د علمي سویې د لوړتیا له پاره د لازمو اقداماتو ترسره کول
  • د هیواد د دوا جوړوني له صنعت سره کټوره اړیکه جوړول
  • د هیواد د اوسنیو دوایي ستونزو د حل په موخه د ګټورو علمي څېړنو ترسره کول
  • ټولنې، دوايي او غذايي صنعتکارانو ته د هغوی د اړتیا په اساس علمي او مسلکي مشورې ورکول
  • په هیواد کي د درملو د معقولي استفادې د رواج کولو له پاره لازمي هڅي ترسره کول
  • د صحت او تغذې په برخه کي د څېړنو ترسره کول
  • د دوا د کیفیت ارزوني د ټسټونو ترسره کول
  • د هیواد په د ننه او بهر کي له علمي ټولنو سره د اړیکو جوړول
  • د مایکروبیولوژیکي ناروغیو د تشخیص په خاطر محصلانو ته د مروجه تشیخصی تسټونو ترسره کول
  • د بیولوژيکی معایناتو تفسیر او ترسره کول، د انتانی امراضو سره د مقابلې او د درملو په وړاندي د میکربونو د مقاومت د مخنیوي کي برخه اخیستل.
  • د طبی بوټو په برخه کي تحقیق ترسره کول
  • د سمي موادو د وقایي، تداوی، پیژندني، تحلیل او تجزیې په برخه کي تحقیق ترسره کول

 

د عمومي څانګي د غړو پیژندنه

ګڼه

د استاد نوم

علمی رتبه

تحصيلی درجه

رشته

مسوولیت

د موبائیل شمېره

برېښنايی آدرس

۱

زيارمل تيرزي

پوهنيار

ماسټر

عمومي

آمر

0793300500

0702021983

Ziarmal.teerzaiwardak@gmail.com

۲

صفی الله مدثر

پوهنیار

لیسانس

عمومی

مرستیال

0798631705

Safi.modasir1999@gmail.com

۳

مزمل رضایي

پوهنیار

لیسانس

عمومي

غړی/ منشي

0701387389

muzzmmell@gmail.com

۴

ياد محمد نظري

پوهنيار

لیسانس

عمومي

غړی

0766636927

Yadmohammadnazary15@gmail.com

۵

ضیاء اسلام محمدی

پوهنیار

لیسانس

عمومي

غړی

0765942454

Zia.islam001202@gmail.com

 

 

ودانیزه برخه

  • دفارمسي پوهنځي چي د فعاله پوهنځيو په ډله کي تر ټولو کم عمره پوهنځي ده ، دامهال په درې پوړیزه ودانۍ کي چي مخکی په همدې ودانۍ کي د انجنیری پوهنځي وه ، اوس دفارمسي پوهنځي په اختیار کي ورکول سوېده.

 

  • د همدې وداني په درېیم پوړ کي د محصلانو د ظرفیت او وړتیا د لوړیدو په موخه دوې درسي خوني د انګلیسي او کامپیوټر زده کړی له پاره ځانګړی سوی دي او یوه خونه ئې زموږ د پنځم ټولګی محصلان ته ځانګړې سوېده.

 

 

ودانیزه برخه
 

ځای

د خونو شمیر

برخه

ګڼه

په لومړی پوړ کی ځای لری

۱

ریاست

۱

په لومړی پوړ کی ځای لری

۱

عمومي څانګه

۲

په لومړی پوړ کی ځای لری

۲

ادارې

۳

څلور په دوهم پوړ کی او یوه بیا په دریم پوړ کی ده

۵

ټولګیاني

۴

په عمومی لابراتوار کی دی

 

لابراتوار

۵

په لومړی پوړ کی دی

۱

ګدام

۶

په لومړی پوړ کی ځای لری

۱

د کمیټو ځای

۷

په لومړی پوړ کی ځای لری

۱

د مطالعي ځای

۸

په لومړی پوړ کی ځای لری

۱

پخلنځی

۹

 

 

د محصلانو دوره یي/ کلنی ، احصایوي جدول

موجود محصلین

راپیژندل سوي محصلین

کال

دوره

ګڼه

۱۲

۶۰

۱۴۰۰

لومړی دوره

۱

۳۳

۸۳

۱۴۰۱

دوهمه دوره

۲

۲۹

۵۰

۱۴۰۲

دریمه دوره

۳

۲۴

۴۰

۱۴۰۳

څلورمه دوره

۴

۴۳

۶۰

۱۴۰۴

پنځمه دوره

۵

 

 

د بیلابیلو ټولګیو دمحصلانشمیر

 

 

 

 

 

دلومړی ټولګی د لومړی سمسټر مضامین

د مضمون ډول

څانګه/ پوهنځي

مخکني اړین مضامين

د کريډيټ تعداد

کوډ نمبر

Subject

مضمون

ګڼه

اساسی

عمومي

نلری

1

 

History

تاریخ

1

اساسی

عمومي

نلری

3

 

General Chemistry

عمومی کیمیا

2

اساسي

عمومي

نلری

3

 

Human Anatomy

انسانی اناتومي

3

اساسي

عمومي

نلری

3

 

Cell Biology

حجروی بیالوژي

4

عمومي

عمومي

نلری

3

 

Islamic

اسلامي زده کړه

5

عمومي

عمومي

نلری

2

 

Foreign Learning

انګلیسي

6

اساسي

عمومي

نلری

1

 

Mathematics

ریاضی

7

اساسي

عمومي

نلری

3

 

Biophysics

بایو فزیک

8

 

 

 

19

 

د کريډيټونو مجموعه

دلومړی ټولګی د دوهم سمسټر مضامین

د مضمون ډول

څانګه/ پوهنځي

مخکي شرط مضامين

د کريډيټ تعداد

کوډ نمبر

Subject

مضمون

ګنه

اساسي

عمومي

Mathematics

Physics

Chemistry

3

 

Physical Pharmacy

فزیکل فارمسي

1

اساسي

عمومي

Human Anatomy

3

 

Human physiology

انسانی فزیولوژی

2

اساسي

عمومي

General chemistry

3

 

Inorganic chemistry

غیر عضوی کیمیا

3

اساسي

عمومي

Inorganic chemistry

3

 

Organic chemistry

عضوی کیمیا

4

عمومي

عمومي

English

2

 

Foreign Language

انګلیسي

5

اساسي

عمومي

no

4

 

Islamic

اسلامی زده کړی

6

اساسي

عمومي

no

3

 

Computer

کمپیوتر

7

 

 

 

21

 

د کريډيټونو مجموعه

 

د دوهم ټولګی د لومړی سمسټر مضامین

د مضمون ډول

څانګه/ پوهنځي

مخکي شرط مضامين

د کريډيټ تعداد

کوډ نمبر

Subject

مضمون

ګڼه

Basic

عمومي

General, inorganic and  organic chemises

3

 

Analytical chemistry

تحلیلی کیمیا

1

Basic

عمومي

Inorganic chemistry

3

 

Organic chemistry 2

عضوی کیمیا ۲

2

General

عمومي

None

2

 

Froing language

انګلیسی

3

General

عمومي

None

4

 

Islamic

اسلامی زده کړه

4

Basic

عمومي

Organic chemistry

Molicular biology

physiology

3

 

Biochemistry 1

بیوشمی ۱

5

Basic

عمومي

Anatomy physiology

2

 

Pathology

پتالوژی

6

Basic

عمومي

Organic chemistry

Biology

3

 

Molicular biology

مالیکولی بیلوژی

7

 

 

 

21

 

د کريډيټونو مجموعه

 

 

د دوهم ټولګی د دوهم سمسټر مضامین

د مضمون ډول

څانګه/ پوهنځي

مخکي شرط مضامين

د کريډيټ تعداد

کوډ نمبر

Subject

مضمون

ګڼه

General

 

Non

1

 

Foreign language/ انګلیسي

1

Basic

 

Biology

3

 

Botany / بوتاني

2

Professional

 

Anatomy ,Physiology

Molicular biology

Bio and pharmaceutical chemistry

3

 

Pharmacology 1/ فارمکولوژی ۱

3

General

 

non

3

 

Islamic/ اسلامی زده کړی

4

Professional

 

Cell biology, Molicular biology,Immunology, Biochemistry , Anatomy, Physiology

2

 

Microbiology –I/ مایکرو بیولوژی ۱

5

Professional

 

Botany and physical pharmacy

3

 

Pharmaceutics –I/ فارمسویټکس ۱

6

Professional

 

Inorganic chemistry, organic chemistry, analytical chemistry, physics

3

 

Analytical Chemistry II (Instrumental)

تجزیه دستګاهی

7

Basic

 

Organic chemistry, physiology, biochemistry 1, Molicular biology

3

 

Biochemistry-II/ بیوشیمی ۲

8

 

 

 

21

 

د کريډيټونو مجموعه

د دریم ټولګی د لومړی سمسټر مضامین

د مضمون ډول

څانګه/ پوهنځي

مخکني اړین مضامين

د کريډيټ تعداد

کوډ نمبر

Subject

مضمون

ګڼه

Professional

عمومی

Cell and Molicular biology, immunology, biochemistry, anatomy physiology, microbiology1

3

 

Microbiology 2

1

Professional

عمومی

Inorganic, organic and analytical chemistry1,2

3

 

Pharmaceutical  chemistry 1

2

Professional

عمومی

biology, botany, analytical phytotherapy, pharmacology, physiology, phargonos

3

 

Pharmacognosy 1

3

Professional

عمومی

Anatomy, physiology, pathology, Molicular biology, biochemistry, pharmaceutical chemistry , pharmacology1

3

 

Pharmacology 2

4

Professional

عمومی

Pharmaceutic, inorganic and organic chemistry, physical pharmacy

3

 

Pharmaceutics 2

5

General

عمومی

 

4

 

Islamic

6

Professional

عمومی

Molicular biology, biochemistry, physiology, immunology

2

 

Virology

7

 

 

 

21

 

د کريډيټونو مجموعه

 

 

د دریم ټولګی د دوهم سمسټر مضامین

د مضمون ډول

څانګه/ پوهنځي

مخکي شرط مضامين

د کريډيټ تعداد

کوډ نمبر

Subject

مضمون

ګڼه

Professional

 

Anatomy, physiology, pathology, Molicular biology, biochemistry, pharmaceutical chemistry , pharmacology2

3

 

Pharmacology 3

1

Professional

 

Inorganic, organic and analytical chemistry1,2;

Pharmaceutical chemistry 1

3

 

Pharmaceutical chemistry 2

2

Professional

 

Pharmaceutic1,2; anatomy and physiology

3

 

Pharmaceutics 3

3

Professional

 

anatomy and physiology, biochemistry,

Pharmacology, pathology, analytical chemistry , immunology

2

 

Toxicology 1

4

Professional

 

Biology , botany, biology, botany, analytical phytotherapy, pharmacology, physiology, phargonos

3

 

Pharmacognosy 2

5

General

   

2

 

Islamic

6

Professional

 

Molicular biology, biochemistry, physiology, immunology

Anatomy and cell biology

3

 

Parasitology

7

Professional

 

Molicular biology, biochemistry, physiology, immunology

Anatomy and cell biology

2

 

Mycology

8

 

 

 

21

 

د کريډيټونو مجموعه

 

د څلورم ټولګی د لومړی سمسټر مضامین

د مضمون ډول

څانګه/ پوهنځي

مخکي اړین مضامين

د کريډيټونو شمیر

کوډ نمبر

Subject/ مضمون

ګڼه

Professional

 

Pharmacology, pharmaceutics

2

 

Management drug supply

1

Professional

   

3

 

Pharmacotherapy 1

2

General

   

2

 

Islamic

3

Professional

 

Inorganic, organic , analytical and pharmaceutical chemistries

3

 

Pharmaceutical chemistry 3

4

Professional

 

Pharmaceutics 1,2,3

3

 

Pharmaceutics 4

5

Professional

 

biochemistry, pharmacology, anatomy, physiology , pathology, analytical chemistry , immunology

3

 

Toxicology 2

6

Basic

 

Biochemistry, statistics, organic chemistry

2

 

Nutrition

7

Basic

 

Mathematics, statistics , English and computer

3

 

Biostatistics and epidemiology

8

 

 

 

21

 

د کريډيټونو مجموعه

 

 

د څلورم ټولګی د دوهم سمسټر مضامین

د مضمون ډول

څانګه/ پوهنځي

مخکي اړین مضامين

د کريډيټونو شمیر

کوډ نمبر

Subject/ مضمون

ګڼه

General

 

Non

2

 

Islamic

1

Professional

 

biochemistry, pharmacology, anatomy, physiology , pathology, pharmacotherapy 1

3

 

Pharmacotherapy 2

2

Professional

 

Analytical , organic chemistry, statistics and biochemistry

3

 

Food control and analysis

3

General

 

Biology, parasitology and microbiology

1

 

Hygiene

4

Basic

 

First aid and anatomy

2

 

Medical equipment

5

Professional

 

Non

1

 

Pharmaceutical ethics

6

Professional

 

Anatomy, physiology, cell and molecular biology, pathology and biochemistry

3

 

Immunology

7

Professional

 

Pharmaceutical chemistry 1,2,3

3

 

Pharmaceutical chemistry 4

8

Elective

 

Biochemistry 1,2 ; physiology, molecular biology, pathology and pharmacology

3,3

 

Clinical hematology and hospital pharmacy

9

 

 

 

21

 

د کريډيټونو مجموعه

 

د پنځم ټولګی د لومړی سمسټر مضامین

د مضمون ډول

څانګه/ پوهنځي

مخکي اړین مضامين

د کريډيټونو شمیر

کوډ نمبر

Subject/ مضمون

ګڼه

Professional

 

Pharmacology, physiology, pharmaceutics

2

 

Biopharmaceutics and  pharmacokinetics

1

Basic

 

Anatomy, physiology, pathology , toxicology, medical equipment

2

 

First aid

2

Professional

 

Botany, pharmacognosy, biochemistry, physiology, pharmacology, pharmaceutics

3

 

Pharmacotherapy 3

3

basic

   

2

 

Research methodology

4

Professional

 

Analytical chemistry , pharmaceutical chemistry,

3

 

Pharmaceutical quality control

5

Professional

 

pharmaceutical chemistry,  pharmaceutics

2

 

Industrial pharmacy

6

Elective

 

Cell and molecular biology, immunology microbiology

4

 

Clinical microbiology

7

Elective

 

Pharmacology 1,2

2

 

Clinical pharmacy

8

Professional

 

Biology, organic chemistry , botany, pharmacognoy , biochemistry , physiology, pharmacology, pharmacutics

3

 

Phytotherapy 2

9

 

 

 

21

 

د کريډيټونو مجموعه

د پنځم ټولګی د دوهم سمسټر مضامین

 

د مضمون ډول

څانګه/ پوهنځي

مخکي اړین مضامين

د کريډيټونو شمیر

کوډ نمبر

Subject/ مضمون

ګڼه

Elective

   

4

 

Clinical biochemistry

1

Elective

   

4

 

Food control and analysis

2

Elective

   

4

 

Clinical microbiology

3

Elective

   

4

 

Community pharmacy

4

Elective

   

4

 

Clinical pharmacy

5

Elective

   

4

 

Hospital pharmacy

6

Elective

   

6

 

Quality control

7

Elective

   

6

 

Industrial pharmacy

8

professional

   

5

 

Monograph

9

 

 

 

 

 

د کريډيټونو مجموعه

 

 

 

پوهنمل ډاکتر محب الله ماکو

  • په ۱۳۶۴ ل. کال کي د کندهار ولایت ، ارغستان اولسوالۍ ، دماکوانو په کلي کي زیږیدلی دئ.
  • ښاغلی ماکو په ۱۳۹۲ کال کي د کندهار پوهنتون د طب پوهنځي څخه فارغه سوی دئ
  • په ۱۳۹۸ ل. د طب پوهنځي د ماسټری څخه فارغه سوی دئ
  • په ۱۳۹۹ ل. کي د طب پوهنځي د علمی کادر غړی سو
  • په ۱۴۰۱ ل. کال کي د کادري روغتون د سرطبیب په توګه وټاکل سو
  • په ۱۴۰۳ ل. کال کي د فارمسي پوهنځي د رئیس په توګه وټاکل سو

 

پوهنیار زیارمل تیرزی

  • په کال ۱۳۶۶ ه ل کال کي د کابل ولایت په خیرخانه سیمه کي زېږېدلی دی. اصلا د وردګو ولایت د سید اباد ولسوالی د حکیم خیلو دکلی دی .
  • په ۱۳۹۰ کال کي د کابل پوهنتون د فارمسي پوهنځي څخه دPharm-D په سویه فارغه سوی دی
  • ښاغلی تیرزی په ۱۳۹۹ ه ل د کندهار پوهنتون د فارمسي پوهنځي د علمي کادر غړی سو
  • په ۱۴۰۱ ه ل کی د فارمسي پوهنځي د عمومي ډیپارټمنټ د امر په توګه وټاکل سو
  • د ماسټری په کچه لوړی زده کړی لری 

 

 

پوهنیار یاد محمد نظری

  • ښاغلی نظری په ۱۳۷۵ ه. ش کال د وردګو ولایت سیدآباد ولسوالی د همزه خیلو په کلی زیږیدلی دی.
  • په ۱۳۹۹ ه.ش. کال کی د کابل پوهنتون د فارمسی پوهنځي د کلینیکی بیولوژی د برخی څخه فارغ شوی
  • په ۱۴۰۱ه.ش کال کی د آزاد رقابت له لاری د کندهار پوهنتون د فارمسی پوهنځي کادری غړیتوب ترلاسه کړ
  •  نوموړی استاد دهمدې پوهنځي د سرپرست ریس په توګه دنده ترسره کړیده

 

 

پوهنیار مزمل رضایی

  • ښاغلی رضایی په ۱۳۷۶ ل .کال کي د کاپیسا ولایت په کوهستان اولسوالۍ په دوهمه حصه کي زیږېدلی دئ.
  • په ۱۳۹۸ ل.کال د کابل پوهنتون دفارمسی پوهنځي د صنعت څانګي څخه فارغه سوی دئ.
  • په ۱۴۰۲ ل.کال کي د آزاد رقابت له لاري د کندهار پوهنتون دفارمسی پوهنځي د کادر غړی سو.
  • نوموړی استاد د کاپيسا ولایت د خوړو اودرملو په اداره کی شپږ میاشتنی تجربه لری ،په سیټي معالجوی روغتون کي د فارمسست په حیث د کار کولو تجريبه لری

 

پوهنیار صفی الله مدثر

  • په ۱۳۷۸ کال کی د میدان وردګ ولایت په جغتو اولسوالۍ کي زیږیدلی دئ
  • په ۱۴۰۲ ه.ش. کال کي د بلخ پوهنتون د فارمسی پوهنځي د صنعت د برخي څخه په کادری نمراتو فارغ سوی دئ.
  • په ۱۴۰۴ه.ش کال کي د آزاد رقابت له لاري د کندهار پوهنتون د فارمسي پوهنځي کادری غړیتوب ترلاسه کړ.
  • نوموړي استاد د کندهار ولایت د خوړو او درملو په اداره کی د کارکولو یوه کلنه تجربه لری.

 

پوهنیار ضیاءاسلام محمدي

  • ښاغلی محمدي په   ل. کال کي د لوګر ولایت، دبرکی برک اولسوالۍ د رستم خیلو په کلي کی زیږیدلی دئ.
  • په ۱۴۰۱ ه.ل. کال کي د بلخ پوهنتون دفارمسي پوهنځي د صنعت څانګي څخه په کادري نمراتو فارغه سوی دئ
  • په ۱۴۰۴ ه.ل. کال کی د کندهار پوهنتون د فارمسي پوهنځي د علمی کادر غړی سو
  • نوموړی استاد دکابل ولایت د خوړو او درملو په اداره کي د کارکولو دوه کلنه تجربه لري.

 

 

 

 

 

د استادانو مسئولیتونه او وجیبې

  1. د مفرداتو مطابق لکچر نوټ او درسي موادو ته بيا کتنه او نوي کول
  2. د مهالويش له مخي په منظم ډول سره په ټولګي کي په عملي ډول تدريس پر مخ وړل
  3. د عملي کارونو راپور ترتيب کول
  4. محصلانو ته په صنفي فعاليتونو او  کنفرانسونو کي رهنمايي کول
  5. د محصلانو د فعاليتونو ارزيابي او پلټنه

 

د محصلانو مکلفيتونه

  1. په معين وخت کي درس ته حاضريدل
  2. د درس له محتوا څخه ګټه اخستنه
  3. د نظم او دسپلين مراعات کول
  4. د ټولګي په فعاليتونو کي ونډه اخيستل 
  5. په عملي کارونو کي برخه اخستل
  6. په خپل وخت سره کورني کار ترسره کول
  7. د کنفرانسونو وړاندي کول
  8. د کتابخاني ، انټرنيټ او نورو موجوده منابعو څخه ګټه اخيستنه
  9. د ټولګي او د درسي ماحول او چاپيريال د نظافت مراعات کول
  10. د طبابت په اخلاقو باندي ځان جوړونه
  11. په ټولګي ، عملي کار، او ازموينه کي د چپني په تن کول اړين دي

 

د پاملرني څخه مو یوه نړۍ مننه