د اولیه مرستو ورکشاپو لړۍ پېل او اوله برخه ئې وړاندي سوه
د کندهار پوهنتون د مسلکي پرمختیايي مرکز د غونډو په تالار کښي، د پوهنتون اداري کارمندانو ته، د اولیه مرستو ورکشاپو لړۍ پېل او اوله برخه ئې وړاندي سوه.
ورکشاپ چي د قرآن کریم د څو مبارکو آیاتو په تلاوتولو سره پېل سو؛ په سر کښي د طب پوهنځي ښاغلي استاد پوهنیار ډاکټر عصمت الله عرفان د لومړنیو روغتیايي مرستو هدفونه بیان کړل، چي په خبره ئې؛ د لومړنيو روغتیايي مرستو په مرسته د ېو ناروغ ژغورنه او خوندیتوب کېدای سي؛ د پېښي د ډېرېدو مخنیوی وکړي او د ناروغ د له وضیعت سره تر هغه وخته مرسته په کیږي، چي روغتیاي کتنځي ته لېږدول کیږي.
پوهنیار ډاکټر عصمت الله عرفان وویل: ېو مرسته کوونکى بايد دې ټکو ته پام وکړي: د مریض د حياتي علايمو (دزړه ضربان، تنفس، د تودوخي درجه، دويني فشار) کنټرول کړي؛ ناروغ ته مناسب وضیعت ورکړي؛ که مریض وینه بهېدنه ولري؛ باید وینه بهېدنه ئې د ېوې پاکي ټوټې په واسطه بنده کړي؛ که د مریض تنفسي لاره بنده يي او د زړه حرکات موجود نه يي؛ باید د د هوایي لاري خلاصول (ABC) عملیه ور شروع کړي او همداراز باید ژر تر ژره ناروغ ېو روغتیايي کتنځي یا روغتون ته ولېږدول سي.
د ورکشاپ په پاى کښي د ګډونوالو ټولو پوښتنو ته مفصل او هر اړخیز جوابونه وویل سول او ورکشاپ په دؤعا کولو سره پاى ته ورسېد.
نېټه: ۱۴۰۳/۸/۲۱