د نبي ﷺ د سنتو اتباع په نوم دیني سیمینار دائر سو

kdru_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۶/۲۸ - ۹:۱۱
34

د سې شنبې په ورځ، د کندهار پوهنتون د دعوت او ارشاد آمریت، د مسلکي پرمختیايي مرکز د غونډو په تالار کښي، د نبي ﷺ د سنتو اتباع په نوم دیني سیمینار دائر کړ، چي پر مهال ئې د کندهار پوهنتون ټول اداري کارمندان حاضرول.

په همدې موخه جوړ سوی سیمینار، چي د قرآن کریم د څو مبارکو آیاتو په تلاوتولو سره پېل سو؛ په سر کښي د دعوت او ارشاد آمر مولوي فضل احمد فضلي د غونډي ګډون والو ته ښه راغلاست ووایه، او له ګډونوالو څخه ئې مننه وکړه، چي په سيمينار کښي ګډون کوي.

ورپسې د کندهار پوهنتون محترم رئېس شيخ مولوي عبدالرحمن طیبي د رسول الله ﷺ د سنتو اتباع اړوند خپل بیان و ګډونوالو ته وکړ.

د کندهار پوهنتون محترم رئېس شېخ مولوي عبدالرحمن طیبي په خپل بيان کښي، په اسلامي شریعت کښي د نبي ﷺ د سنتو اتباع پر ارزښت هر اړخیز بحث وکړ، چي په خبره ئې؛ الله جل جلا له فرمایلي؛ وَمَنْ يُطِعِ اللَّهَ وَالرَّسُولَ فَأُولَئِكَ مَعَ الَّذِينَ أَنْعَمَ اللَّهُ عَلَيْهِمْ مِّنَ النَّبِيِّنَ وَالصِّدِّيقِينَ وَالشُّهَدَاءِ وَالصَّلِحِينَ وَحَسُنَ أُولَئِكَ رَفِيقًا ﴿٦٩﴾ سورة النساء. ژباړه: څوک چي د الله او پيغمبر اطاعت وکړي؛ نو د هغو خلګو ملکري به يي، چي الله پېرزوینه پر کړې ده؛ یعني: پېغمبران، رشتیا ویونکي، شهیدان او صالحان، د هغو ملګرتیا څونه ښه ده، چي چاته په برخه سي.

همداراز شېخ صاحب وویل: چي الله جل جلا له فرمایلي؛ مَنْ يُطِعِ الرَّسُولَ فَقَدْ أَطَاعَ اللَّهَ وَمَنْ تَوَلَّى فَمَا أَرْسَلْنَاكَ عَلَيْهِمْ حَفِيظًا ﴿٨٠﴾ سورة النساء. ژباړه: چاچي د پېغمبر اطاعت وکړ، هغه په اصل کښي، د خدای اطاعت وکړ او چا چي مخ واړاوه، نو ته موږ پر دې خلکو باندي څارونکى او ساتونکى نه يې لېږلی.

شېخ صاحب د خپل بیان په وروستیو کښي وویل: د نبي ﷺ د مبارک سنتو اتباع کول او په خپلو ځانو کښي لا نوره اصلاح راوستل او شرعي اُصولو ته ژمن کېدل مو لومړيتوب دئ؛ ځکه چي زموږ سيرت او صورت بايد پر الهي احکامو برابر يي؛ پر سنت طريقې جوړ يي او د ېو مخلص مؤمن نماينده ګي وکړو. هغه زیاته کړه، چي عن ابن عمر قال: قال رسول الله له خالفوا المشركين أفروا اللحى واحفوا الشوارب. البخاري رقم ﴿٥٨٩٢﴾ او مسلم ﴿٢٥٩﴾. ژباړه: د مشرکانو سره مخالفت وکړئ، ږیره پوره کړئ او برېتونه کوچني کړئ.

وروسته یاد سیمینار د دؤعا په ویلو پای ته ورسېد.