د ۲۱ خالي بستونو له پاره تحریري آزموینه واخیستله سوه
د کندهار پوهنتون د کادري روغتون په انګړ کښي، د یاد روغتون د ۲۱ روغتیايي خالي بستونو له پاره د ۱۳۲ نوماندانو څخه تحریري آزموینه واخیستله سوه، چي پر مهال ئې د کندهار پوهنتون محترم رئېس شېخ مولوي عبدالرحمن طیبي، د کادري روغتون رئېس ډاکټر احمد شاه عمر او د استخدام د کمېټې غړي حاضر ول.
په همدې موخه، د یادي آزمویني د پېل په مراسمو کښي، د کندهار پوهنتون محترم رئېس شېخ مولوي عبدالرحمن طیبي وویل: د هري ادارې د شفافیت له پاره او د وړ کادرو د حذب له پاره آزموینه اخیستل شرط ده، هغه په خپلو خبرو کښي د آزمویني ټولو ګډون والو ته ډاډ ورکړ، چي د آزمویني ټول بهیر به، پرته له کومي لاس وهني او په شفاف ډول سرته رسېږي، او ستاسي پایلي به ستاسي د استعداد پر اساس اعلانیږي.
د شېخ صاحب، تر وینا وروسته د پوښتنو صندوق د کندهار پوهنتون رهبرۍ، د استخدام کمېټې غړو او د آزمويني دوو ګډونوالو پرانيست او ټولو ګډون والو ته په منظم ډول د سوالو فورمې ووېشلي سوې او آزموينه پېله سوه.
نېټه: ۱۴۰۳/۶/۲۸