د پروپوزل لیکني درې ورځنی ورکشاپ پېل سو

kdru_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۵/۸ - ۸:۵۰
ilmi Mawiniat

د یکشنبې په ورځ، د کندهار پوهنتون د مسلکي پرمختيايي مرکز د غونډو په تالار کښي، د علمي څېړنو او مجلو معاونیت اړوند د علمي څېړنو آمريت د پروپوزل لیکني درې ورځنی علمي ورکشاپ پېل کړ.

ورکشاپ چي قرآن کریم د څو مبارکو آیاتو په تلاوتولو سره پېل سو؛ په سر کښي د کندهار د مسلکي پرمختيايي مرکز آمر پوهنمل عطاء الله محمدي، ټولو ګډونوالو ته ښه راغلاست ووايه او د پروپوزل ليکني په اړه ئې لنډي خبري وکړې؛ ورپسې د کندهار پوهنتون رئېس الحاج شېخ م-ولوي عبدالرحمن طیبي د ناستي ګډون والو ته ښه راغلاست ووایه؛ د علمي څېړنو د لاښه پرمختګ په موخه ئې دا ورکشاپ مهم یاد کړ او له خپله اړخه ئې ګډونوالو ته د هر راز همکاریو ډاډ ورکړ.

ورپسې د کندهار پوهنتون د علمي څېړنو او مجلو معاونیت مرستیال دوکتور پوهندوی انجینېر کمال الدین کمال وویل: لوړو زده کړو وزارت د علمي څېړنو د لاښه والي په موخه د هیواد په هر زون کښي د علمي څېړنو او مجلو معاونیت رامنځ ته کړ، چي الحمدالله کندهار پوهنتون کښي هم دغه معاونیت ایجاد سو او په راتلونکي کښي به د علمي څېړنو په برخه کښي نوري آسانتیاوي هم رامنځ ته سي.

وروسته د ښووني او روزني پوهنځي د انګرېزي څانګي استاد پوهنمل احمد ظاهر ولي د پروپوزل لیکني اړوند پرېزينټېشن پېل کړ، چي په هغه کښي ئې د پروپوزل د مقدمې د برخي لیکنه، د څېړني پېژندنه، د څېړني پوښتني، د څېړني هدف او نورو اړوند موضوعاتو بحث او خبري وکړې او د ګډونوالو پوښتنو ته ئې مفصل جوابونه وویل.

وروسته د طب پوهنځي استاد پوهنوال ډاکټر خوشحال فاروقي هم د پروپوزل لیکني اړوند پرېزينټېشن پېل کړ، چي په هغه کښي ئې د پروپوزل او څېړني اهمیت، کاري پلان او نورو اړوندو موضوعاتو بحث او خبري وکړې او د ګډونوالو پوښتنو ته ئې مفصل جوابونه وویل.

د یادولو وړ ده، چي دغه ورکشاپ به درې ورځي ادامه ولري او ګډونوال به د پروپوزل لیکني مهم موضوعات زده، کړي.

نېټه: ۱۴۰۳/۵/۷