د انګرېزي ژبي د زده کړي، له کورس څخه ۱۵۳ محصلان فارغه سوه

kdru_admin
English Language

 

د انګرېزي ژبي د زده کړي، له کورس څخه ۱۵۳ محصلان فارغه او د خاصو مراسمو په ترڅ کښي فراغت لیکونه ورکول سول

د دوشنبې په ورځ، د کندهار پوهنتون د غونډو په عمومي تالار کښي، د محصلانو د خدماتو او انسجام آمریت، د انکرېزي ژبي د زده کړي څخه ۱۵۳ محصلان له نهه میاشتنيو زده کړو وروسته فارغه کړل، چي په همدې موخه یاد آمریت د فراغت شانداره مراسم ور ته جوړ کړي ول، چي پکښي د کندهار پوهنتون مسئولان او سلونه محصلان حاضر ول.

په همدې موخه جوړه سوې غونډه، چي د قرآن کریم د څو مبارکو آیاتو په تلاوتولو پېله سوه، په سر کښي د کندهار پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال مولوي نور احمد ایوبي، ټولو فارغانو ته د فراغت مبارکي وویله او زیاته ئې کړه، چي کندهار پوهنتون د خپلو محصلانو د ظرفیت لوړوني له پاره مختلف پروکرامونه شروع کړي دي؛ محصلان کولای سي، د ظرفیت لوړوني له ټولو پروګرامو څخه په وړیا ډول ګټه واخلي، چي لا به هم دا لړۍ ادامه ولري.

ورپسې د کندهار پوهنتون رئېس شېخ مولوي عبدالرحمن طیبي ټولو فارغانو ته مبارکي وویله؛ د انګرېزي ژبي زده کړي د ارزښت د بیانولو ترڅنګ ئې په خپلو خبرو کښي، له ټولو محصلانو څخه وغوښتل، چي خپل درسونه ښه تعقیب کړي، د خپلو استادانو لا ښه احترام وکړي؛ د دې ځورېدلي اولس له پاره په پوره اخلاص خدمت وکړي او د دې ځورېدلي ملت زخمونه په پوره اخلاص او مېړاني سره پټۍ کړي.

د ویناؤ وروسته، ټولو فارغو سوو محصلانو ته د فراغت تصدیق پاڼي ورکړل سوې او غونډه د دؤعا په کولو سره پای ته ورسېدله