د دريېم او څلرم بست اداري آمرانو او کارکوونکو ته د اداري مراسلاتو د لاښه پوهاوي ورکشاپ پای ته ورسېد  

kdru_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۹/۱۴ - ۱۰:۳۹
/

د پنج شنبې په ورځ سهار د کندهار پوهنتون په مسلکي پرمختیايي مرکز کښي، د بشري سرچینو آمریت – د ظرفیت لوړوني عمومي مدیریت د دريېم او څلرم بست اداري آمرانو او کارکوونکو ته پېل کړی د اداري مراسلاتو د لاښه پوهاوي ورکشاپ پای ته ورسېد.

 

ورکشاپ چي د قرآن کریم د څو مبارکو آیاتو په تلاوت پېل سو؛ په سر کي د کندهار پوهنتون د استادانو چارو آمر پوهنیار مولاداد حقمل د اداري مراسلاتو اړوند ېو جوړ سوى معلوماتي پرېزينټېشن پېل کړ، چي په هغه کښي ئې د استعلام او پېشنهاد تعریف، د استعلام ډولونه، د استعلام جوړښت، د استعلام او پېشنهاد د لیکلو پر شکلیاتو او پر نورو ګڼو اداري موضوعاتو باندي بحث او خبري وکړې.

 

د ورکشاپ په پاى کښي، پر ټولو ګډون والو د مسلکي مکتوب، استعلام او پېشنهاد لیکلو عملي کار وسو او همداراز د ګډونوالو ټولو پوښتنو ته مفصل او هر اړخیز جوابونه وویل سول او وروسته ورکشاپ په دؤعا سره پاى ته ورسېد.