محصلانو ته د شیخو کرامو له لوري د اصلاحي او عقیدتي درسونو پرانیست غونډه جوړه سوه

kdru_admin
شنبه ۱۴۰۲/۹/۴ - ۱۴:۴۵
/

دپنج شنبې په ورځ، د کندهار پوهنتون د غونډو په عمومي تالار کښي، محصلانو ته د شیخو کرامو د اصلاحي او عقیدتي درسونو پرانېست غونډه جوړه سوه، چي پر مهال ئې د کندهار پوهنتون د رهبرۍ غړي، د دولتي ادارو مسئولان، علماء کرام، استادان او محصلان حاضر ول.

 

غونډه چي د قرآن کریم د څو مبارکو آیاتو په تلاوت ویلو سره پېله سوه؛ په سر کښي د کندهار پوهنتون رئېس م. اکرم شاه عاصم، ټولو ګډون والو ته ښه راغلاست ووایه؛ وروسته ئې وویل: څه وخت مخکي، د لوړو زده کړو وزارت په هڅه او د عاليقدر اميرالمؤمنين حفظه الله سره په تفاهم؛ د هیواد ټولو دولتي او شخصي پوهنتونو ته، د شیخو کرامو په مټ د محصلانو د لا ښې اصلاحي او عقیدتي روزني او د مهمو دیني درسو د ښه تدریس له پاره پر ېوه کړنلاره غور وکړ، چي له نېکمرغه د مسئولانو په هڅو او کوښښ یاده کړنلاره جوړه او رسماً په پوهنتونو کښي پېله سوه، چي په دې پروسه کښي، د نور ولایتو تر څنګ؛ د کندهار دولتي او شخصي پوهنتونو له پاره اووه کسه قدرمن شیخو کرام وګمارل سول.

 

د غونډي په جریان کښي، د کندهار د ابراهیم النخعي جامعې ریاست او د افغانستان د کرنیزو علومو او ټیکنالوژي ملي پوهنتون مسئولانو او ځینو علماء کرامو هم ویناوي وکړې، دوی د خپلو خبرو په لومړیو کي د دغه ډول اسلامي او عقیدتي پروګرامو هر کلی وکړ او او وې (وه ئې) ویل: چي ددغه پروګرام له لوري به ‏د پوهنتون استادانو او محصلانو ته دیني او اسلامي ارزښتونو اړوندو موضوعاتو په تړاو معلومات وړاندي سي؛ تر څو ټول په اسلامي او عقیدتي اُصول باندي نور هم پوهاوی ترلاسه کړي.

همداراز علماء کرامو او مسئولانو وویل: د پوهنتونو، ښوونځیو او مدرسو ترمنځ فاصلې رامنځ ته سوي وې؛ ولي موږ ئې باید بیرته له‌منځه یوسو؛ ځکه ټولنه لکه څنګه چي عالم او مفتي ته اړتیا لري؛ همداسي ډاکټر، انجینېر، اقتصاد پوه او د نورو عصري علومو مسلکي کسانو ته هم اړتیا لري.

د غونډي په ورستیو کښي، کندهار پوهنتون د ځینو دولتي ادارو مسئولانو ته د دوی د اړوند ادارو د چارو د ښه کولو په موخه، ايوارډونه ورکړل، او په ژوند کښي د لابریا دؤعاوي ورته وسوې.

وروسته غونډه د دؤعا په ویلو سره پای ته ورسېده.