د کندهار پوهنتون د نشراتو کمېټې نوبتي غونډه دائره سوه
د چهارشنبې په ورځ د کندهار پوهنتون د علمي شورا د غونډو په تالار کي د نشراتو کمېټې شپږم پروتوکول غونډه، د دې کمېټې د مسئول پوهنیار عبدالخالق چوپان په مشري، د قران کريم د څو مبارکو آياتو په تلاوت کولو سره پېله سوه، چي تر څنګ ئې د دې کمېټې اړوند د پوهنځیو د نشراتو کمېټو مسئولانواو عامه اړیکو عمومي مدیر ګډون درلود.
د غونډي په پېل کي ښاغلي چوپان صاحب د يادي کمېټي غړو ته ښه راغلاست ووایه، د کمېټې پر اجنډا ئې لنډ بحث وکړ؛ د تېرو پرېکړو په اړه ئې پوښتنه وکړه او د نشراتو عمومي کمېټې ته د فرعي کمېټو د راپورو پر وخت لېږلو، د تحقیق او څېړني په برخه کي د ادبي سرقت په پام کي نیولو اړوند موضوعاتو بحث وکړ؛ همدارنګه ښاغلي چوپان وویل، چي هر د ترفیع اثر باید مخکي د نشراتو په عمومي کمېټه کي وکتل سي او د دې کمېټې تر تائيد وروسته بې نور مراحل بشپړيږي.
ورپسې د کمېټې غړو د کندهار پوهنتون په دوو علمي ـ څېړنیزو مجلو کي د مقالو چاپ زیاتولو، د علمي مجلو له پاره د ویب پاڼي جوړولو، د پوهنتون ویب پاڼي ته د نوو معلوماتو اپډېټ کولو، د پوهنځیو د ټولنیزو پاڼو تعقیب او اړوندو نورو متفرقه مسایلو بحث وکړ او په اړه ئې لازمي پرېکړي وسوې.
غونډه د دؤعاء په کولو سره پای ته ورسېده.