په هیواد کښي د وروستۍ غمیزي د قربانیانو د روح د خوښۍ او د الله جل جلاله په درباره کښي د استفغار له پاره د قرآن عظیم الشان ختم او دؤعاوي وسوې

kdru_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۷/۲۳ - ۱۱:۳۰
/

د سې شنبې په ورځ کندهار پوهنتون کښي، د هرات او بادغیس د زرونو قربانیانو د روح د خوښۍ او د الله جل جلاله په لوی دربار کښي د استغفار له پاره د قرآن الکریم ختم او دؤعاوي وسوې؛ چي پر مهال ئې د  کندهار پوهنتون د رهبرۍ د غړو ترڅنګ اداري کارکوونکو، استادانو او محصلانو ګډون درلود.

په ختم کښي د هرات او بادغیس ولایاتو د زلزلې له امله د شهید سوو هیوادوالو روح ته دؤعا او و زخمیانو ته د الله تعالی جل جلاله په دربار کښي د عاجلي او کاملي شِفاء غوښتنه وسوه.

د قرآن کریم د ختم، دؤعا او خاتمې وروسته د کندهار پوهنتون د علمي چارو مرستیال پوهنیار عبدالخالق چوپان په هرات او بادغیس ولایاتو کي د وروستۍ پېښي شهیدانو ته د جنت الفردوس او ټپيانو ته د روغتیا دؤعا وکړه او په خپلو خبرو کي ئې له ټولو اداري کارکوونکو، استادانو او محصلانو څخه ځانګړې مننه وکړه، چي په پوره اخلاص ئې د خپلو زورېدلو خلګو له پاره مرسته وکړه.