کندهار پوهنتون د هرات او بادغیس ولایتو د زلزله ځپلو له پاره راټولي سوي پیسې جمع کړې
د سې شنبې په ورځ کندهار پوهنتون د هرات او بادغیس ولایتو د زلزله ځپلو له پاره راټولي سوي پیسې جمع کړې؛ چي له ټولو صندقانو څخه ۱۶۵۱۷۰ افغانۍ را ټولي سوې.
د کندهار پوهنتون د رهبرۍ په وینا، چي د ېوې ورځي په لړ کي ئې د کندهار پوهنتون دننه، د هرات او بادغيس د زلزله ځپلو له پاره د پېسو تر څنګ زیات اندازه د خوراکي او نورو توکو مرسته هم راټوله کړې، چي په خبره ئې، په دې مرستو کښي ډېره برخه د استادانو، محصلانو او د ټولني د بېلا بېلو کسانو له خوا ترسره سوې.
همداراز د کندهار پوهنتون رهبري، یو ځل بیا د غمشریکۍ تر څنګ؛ د هیواد دننه او دباندي پر ټولو هيوادوالو ږغ کوي، چي د خپلو دردېدلو هېوادوالو پوره لاسنیوی وکړي او هم له نړۍوالو مرسته کوونکو ادارو او هیوادو څخه د مرستي غوښتنه کوي.