د (روښانه راتلونکى) علمي – ديني سيمينارو لړۍ دوام لري

kdru_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۳/۱۰ - ۱۰:۵۳
/

د کندهار پوهنتون مسلکي پرمختيايي مرکز پېل کړې د (روښانه راتلونکى) په نامه د علمي – ديني سيمينارو لړۍ دوام لري

ياده لړۍ د کندهار پوهنتون د مسلکي پرمختيايي مرکز، محصلانو چارو د  انسجام آمريت او فرهنګي کمېټې په نوښت؛ د ښووني او روزني پوهنځي د پښتو ژبي او ادبياتو څانګي د استاد پوهنمل عطاء الله محمدي  په همکاري وړاندي کيږي؛ چي د (١٤٠٢ل.) کال د جوزا د مياشتي په دوهمه ورځ ئې د سهار پنځم او شپږمه ورځ ئې د ماپښين پنځم (پرله پسې لسم) علمي – ديني سيمينار وړاندي سو.

ښاغلي محمدي په دې سيمينار کښي (څه چي د ځان له پاره خوښوې؛ هغه د بل له پاره هم خوښ که!) باندي بحث وکړ او د ښې توضيح له پاره ئې د ابراهيم نخعي او سلمان بن مهران د ژوند ېوه عبرتناکه کيسه وړاندي کړه؛

د سيمينار په پاى کښي د محصلانو و بېلابېلو پوښتنو ته، چي د يادي موضوع اړوندي وې؛ جوابونه وويل سول او سيمينار د دؤعا په ويلو سره پاى ته ورسېد.

د يادوني وړ ده، چي دا لړۍ هره اونۍ د شنبې په ورځ پر (٠٣:٣٠) بجې او سه شنبې په ورځ پر (١١:٣٠) بجو باندي بېلابېلو محصلانو ته وړاندي کيږي.