د کندهار پوهنتون د علمي شورا نوبتي غونډه ترسره سوه

kdru_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۱۲/۹ - ۱۱:۲۶
/

د (۱۴۴۴هـ.ق) کال د شعبان المعظم د مياشتي پر (۷مه) نېټه د کندهار پوهنتون د علمي شورا نوبتي غونډه د کندهار پوهنتون د رئېس مولوي اکرم شاه عاصم په مشرۍ وسوه.

په دې غونډه کي د کندهار پوهنتون رئېس مولوي اکرم شاه عاصم، علمي مرستيال پوهنيار عبدالخالق چوپان، د مالي او اداري چارو مرستیال مولوي عبدالستار حقاني،  د پوهنځيو رئېسانو، او اداري کارمندانو ګډون کړی وو.

د غونډي په پېل کي د کندهار پوهنتون رئېس مولوي اکرم شاه عاصم د غونډي ګډونوالو ته د ښه راغلاست ويلو ترڅنګ په کابل پوهنتون کي د دائر سوي کنفرانس په اړه هر اړخیز معلومات د غونډي له ګډونوالو سره شریک کړل، هغه په کندهار پوهنتون کي هم د ورته کنفرانس د دائرولو خبر ورکړ او په دې برخه کې د استادانو د همکاري خاصه غوښتنه وکړه؛

 وروسته د علمي چارو مرستیال پوهنیار عبدالخالق چوپان شپږو (اقتصاد، انجينېري، کمپیوټر ساینس، حقوق او سیاسي علوم، د ژبي او ادبیات او ژورنالیزم او عامه اړیکو) پوهنځيو نویو مقرر سوو رئیسانو ته مبارکي وویله او تر څنګ ئې د شرعیاتو په برخه کي د ماسټرۍ د برنامۍ د ایجاد مبارکي هم ټولو ګډونوالو ته ورکړه.

هغه علمي څېړني د پوهنتون له اساسي هدف څخه یادي کړې او وې ويل، چي د علمي څېړنو له پاره خاصه بوديجه په نظر کي نیوله سوې ده او ټول استادان ئې د څېړنو ترسره کولو ته و هڅول.

ښاغلي چوپان د دیني - علمي سیمینار د دائرولو او تنظیم له پاره درې کمېټې وټاکلې او ترڅنګ ئې د نوو ډیپارټمنټونو د ایجاد له پاره د پروپوزلو پر جوړولو، د شپې پوهنځیو د عوایدو د طرحي او د شپې پوهنځیو د وخت په اړه بحث وکړ.

ورپسې د مالي او اداري چارو مرستیال مولوي عبدالستار حقاني د مالي او اداري چارو اړوند موضوعات د ګډونوالو سره شریک کړل.

هغه د پوهنتون له پاره د مسجد نقشه، د سرسبزۍ له پاره پر پلان، د نوي دروازې پر پاته چارو، د محصلانو له پاره د ضرورت پر ځایو، د پاکو اوبو پر سټېشنو، د ټرانسپورټ له پاره د ځای پر انتخاب، د استادانو او کارمندانو د آی ډي کارټو پر جوړولو، په ماسټرۍ او دوکتورا برنامو کي د بوخت استادانو او کارمندانو د معاشاتو پر راپور، د محصلانو چارو معاونیت له پاره د ځای پر انتخاب، د دېوال، سولر سیسټم، فرنېچر، د مطبعې له پاره د ماشینو، کمپیوټري تجهیزاتو قرارداد او د اوبو په برخه کي د دوو برمو پر وهلو هر اړخیز بحث وکړ.

همدارنګه د محصلانو چارو معاونیت په استازیتوب محصلانو چارو آمر رحمت الله رشتین د محصلانو معاونیت اړوند د ډیپلومونو د تکمیل، وزارت ته د فراغت جدولونو لېږل، د منفکو محصلانو د لیسټ پر ترتیبول او لیږلو او د روان سمیسټر د ختم او نوي سمیسټر د شروع په اړه بحث وکړ.

په غونډه کي د پوهنځيو رئېسانو او د غونډي ګډونوالو د پوهنتون په سطحه د سته ستونزو او مشکلاتو د حل اړوند خپل نظرونه د پوهنتون له رهبرۍ سره شريک کړل، او له خپله اړخه ئې و رهبرۍ ته د  هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ.

د غونډي په پای کي د استادانو چارو او معلوماتي بانک آمر پوهنمل محمد طاهر هاند د تقرر، ترفيعاتو او انفکاک اړوندي دوسیې او د طب پوهنځي د نوو څانګو د تاسيس پروپوزلونه و علمي شورا ته د کتلو او ارزولو په موخه وړاندي کړل، چي دواړه (پروپوزولونه او دوسيې) د ټولو ګډونوالو له خوا تائيد سول.

وروسته غونډه د دؤعا په ویلو سره پای ته ورسېدله.

 

پاته دي نه وي، چي روان سمیسټر به د ۱۴۰۲ل. کال د حمل پر درېیمه نېټه پای ته ورسیږي او امتحانونه به د حمل پر پنځمه نېټه شروع سي.