د ترکیي هېواد د بورسونو له پاره د نوم لیکني معلوماتي سیمینار دائر سو.

۲۳رجب۱۴۴۴هـ.ق
یاده سیمینار د کندهار پوهنتون مرکزي لابراتوار د غونډو په تالار کي په داسي حال کي دائر سو، چي د کندهار پوهنتون رئېس مولوي اکرم شاه عاصم، د محصلانو د خدماتو او انسجام آمر سید حکمت الله انیس، د پروګرام لارښود استاد پوهنیار عابد صمیم, اداري کارمندانو او محصلانو ګډون کړي و.
په پیل کي د محصلانو د خدماتو او انسجام آمر سید حکمت الله انیس د سیمینار ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه او د یاد سیمینار په اړه ئې هر اړخیز معلومات ورکړل.
وروسته د کندهار پوهنتون رئېس مولوي اکرم شاه عاصم ګډونوالو ته وینا وکړل هغه وویل، د الله ج شکر دي، چي د داسي امن، سکون او شرعي نظام تر چتر لاندي په عصري زده کړو بوخت اشخاصو خادمان یو او جوړ کړي ئې یو او د الله ج موږ په ښه نعمتونو نازولي یو.
هغه ځوانان و شرعي او عصري علم زده کړي ته و هڅول او د عصري او شرعي علومو جلا کوونکي ئې تفرفه اچونکي یاد کړل.
عاصم صاحب په خبرو کي د محصلانو د خدماتو او انسجام آمر سید حکت الله انیس له هڅو او زحمتونو څخه، چي د محصلانو د روزني له پاره ئې مختلفي برنامې وړاندي کړي ستاینه او مننه وکړل.
وروسته د ترکيې بورسونو له پاره د نوملیکني پریزینټېشن د پوهنیار عابد صمیم لخوا وړاندي سو.
پاته دي نه وي؛ د محصلانو د خدماتو او انسجام آمریت د کندهار پوهنتون محصلانو ته په مختلفو برخو کي روزنیز پروګرامونه او بیلابیلي برنامې ئې پر لار اچولي دي.