د کندهار ولايت د علماء کرامو د لویي دورې د اسنادو د ارزوني آزموينه واخيستله سوه

۱۹/ رجب المرجب/ ۱۴۴۴
د آزمويني ملي ادارې له لوري د کندهار ولايت ابراهيم النخعي تخصصاتو جامعې اړوندو فاضلانو او استادانو او د کندهار پوهنتون د ماسټرۍ برنامې او د کادري بستونو د علماء کرامو څخه د لويي دورې د اسنادو د ارزوني ازموينه واخيستله سوه.
د آزمويني تر پېل څخه ترمخه د علماء کرامو له پاره لارښود غونډه دائره سوه، چي پکښي د تخصصاتو عمومي رئېس مولوي اسدالله فريد، د آزمويني ملي ادارې سرپرست رئېس شيخ عبدالباقي حقاني، د کندهار پوهنتون رئېس مولوي اکرم شاه عاصم، د آزمويني ملي ادارې د کمېټې غړي پوهندوی رحيم الله ځيرک او استادانو ګډون درلود.
د غونډي په پېل کښي د آزمويني ملي ادارې سرپرست رئېس شيخ عبدالباقي حقاني د علم پر ارزښت خبري وکړې، هغه د دين حفاظت او د دين تطبيق د علماء کرامو او د نظام مسئوليت وباله او په آزموينه کښي ئې د علماء کرامو ګډون وستايه.
د آزمويني ملي ادارې د کمېټې غړي پوهندوی رحيم الله ځيرک بيا د علماء کرامو سره د آزمويني په هکله اړين معلومات شريک کړل او هغوی ته ئې د آزمویني په اړه لازم معلومات ورکړل.