د اداري مراسلاتو د لا ښې زده کړي درې ورځنی ورکشاپ دائر سو
د کندهار پوهنتون په مستشفی عمر تدریسي روغتون کښي، د یاد روغتون د ظرفیت لوړاوي عمومي مدیریت د پلان پر اساس، د روغتون ټولو اداري کارکوونکو ته د کندهار پوهنتون د استادانو چارو آمر پوهنیار مولاداد حقمل په همکارۍ، د (اداري مراسلاتو) په نوم درې ورځنی ورکشاپ دائر سو.
په یاد ورکشاپ کښي ګډونوالو ته د اداري مراسلاتو د اصولو، د رسمي مکتوبو د لیکلو، ترتیب او تنظیم، د اداري لیکنو د جوړښت، د رسمي اړیکو د ساتلو، د اداري مکتوبو پر اهمیت، په ورځنیو اداري چارو کښي د هغو پر سمه کارونه او په اړوندو نورو برخو کښي معلومات وړاندي سول.
په وروستیو کښي د ګډونوالو و بېلابيلو پوښتنو ته جوابونه وویل سول او ورکشاپ د دؤعا په کولو سره پای ته ورسېد.
نېټه: ١٤٤٨/٥/٢٦
د نشراتو او عامه اړیکو آمریت