د لوړو زده کړو وزارت محترم وزیر د کندهار پوهنتون مستشفی عمر تدریسي روغتون څخه د لیدني تر څنګ، د کندهار پوهنتون په علمي شورا کښي ګډون وکړ

kdru_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۳۱
ا

 

 

د لوړو زده کړو وزارت وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب کندهار ولایت ته د خپل رسمي سفر پر مهال، د کندهار پوهنتون مستشفی عمر تدریسي روغتون څخه د لیدني تر څنګ، د کندهار پوهنتون په علمي شورا کښي ګډون وکړ او د مسئولانو کاري راپور ئې واورېد.

 

د ناستي په پیل کښي د کندهار پوهنتون رئیس شیخ مولوي محمد عبدالرحمن غزنوي د لوړو زده کړو قدرمن وزیر صاحب ته ښه راغلاست ووایه او کندهار پوهنتون ته د هغه د تشریف راوړلو له امله ئې خوښي وښووله.

وروسته د کندهار پوهنتون علمي مرستیال پوهنیار مولوي سیف الله سعید صاحب د پوهنتون د علمي، څېړنیزو، محصلانو او دعوت او ارشاد برخو اړوند وروستي فعالیتونه او لاسته راوړني له قدرمن وزیر صاحب سره شریکي کړې؛ ورپسې مالي او اداري مرستیال انجنير اکرام الله صهیب په ځینو مالي او تدارکاتي برخو کښي اړیني غوښتني او وړاندیزونه هم مطرح کړل.

 

وروسته د لوړو زده کړو محترم وزیر شیخ‌ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب د کندهار پوهنتون د پرمختګو په اړه خوښي څرګنده کړه او زیاته ئې کړه: مسئولیت ئې یو دروند بار دئ او موږ او تاسي د خپل شخصي مسئولیت ترڅنګ ټولنیز مسئولیت هم لرو، چي د آخرت په ورځ به ئې پوښتنه هم راڅخه کيږي؛ هغه مسئولیت د انسانانو روزنه ده، چي بايد په معنوي او علمي لحاظ ئې روزو او سبا به همدغه کسان ټولني ته د خدمت په موخه وړاندي کوو. له همدې امله، موږ ته په کار ده، چي خپل مسئولیت په ښه توګه ادا کړو، خپلو چارو ته ښه متوجه واوسو او خپل مسئولیتونه په پوره اخلاص ترسره کړو. د الله تعالی د رضا او خپل هدف ته د رسېدو په موخه علماوو دوه مهم شیان: فهم او اراده، یاد کړي دي؛ که موږ دغه دواړه ولرو؛ نو په دنیا او آخرت کښي به بریالي یو. وزیر صاحب زیاته کړه، الله تعالی موږ ته د خدمت ښه زمینه برابره کړې ده، موږ خپلواک شرعي نظام لرو او په دغه نظام کښي موږ ته مسئولیت را سپارل سوی دئ؛ په ځانګړي ډول: زموږ او ستاسي مسئولیت د علم پرمختګ او پراختیا ده؛ افغانان هم حق لري، چي د عصري علومو په هره برخه کښي پرمختګ وکړي؛ تاسي باید د عصري علومو د پرمختګ په برخه کښي لا ښه ژمن پاته سئ او محصلان داسي وروزئ، چي د نړۍ د نورو ملکونو د محصلانو په څېر په علم او ټکنالوجۍ سمبال یي؛ موږ په تحصیلي نظام کښي ستاسي خادمان یو؛ تاسي خپلي غوښتني او اړتیاوي راسره شریکوئ، موږ د علمي چارو د ښه پرمخ بېولو او د محصلانو د روزني په برخه کښي پوره آسانتیاوي درته برابره وو.

 

دغه راز قدرمن وزیر صاحب د کندهار پوهنتون د مستشفی عمر تدریسي روغتون څخه هم لیدنه او هم ئې په روغتون کښي مسئولانو، ډاکټرانو، ستاژرانو او کارکوونکو ته وینا وکړه؛

وزیر صاحب وویل: په روغتون کښي چاري د تېرؤ وختو په پرتله په ښه ډول پر مخ رواني دي او د پام وړ پرمختګونه پکښي راغلي دي؛ خو باید پر اوسني وضعیت بسنه و نه کړو؛ هره ورځ بايد د پرمختګ او لا ښه والي له پاره هڅي وکړو؛ کندهار یو لوی ولایت دئ او په کار ده، چي په علم، روغتیا او نورو برخو کښي لا ډېر پرمختګ پکښي وسي؛ هغه د روغتون له ټولو استادانو او ډاکټرانو څخه مننه وکړه، چي په دې برخه کښي خدمت کوي او محصلان په عملي توګه روزي. همدارنګه ئې د هغو متخصصانو ډاکټرانو ستاینه وکړه، چي په بېلابېلو برخو کښي ئې د اولس د خدمت له پاره هڅي کړي دي.

قدرمن وزير صاحب زیاته کړه، چي د روغتون د فعالیتو په اړه ئې اړین ارقام واورېدل او د ډاکټرانو غوښتني ئې واورېدلې، چي د پوره کولو له پاره به ئې، چي د اړوندو غوښتنو د پوره کولو له پاره به لازم اقدامات وسي؛ تر څو د دې مسلمان اولس خدمت لا ښه او اغېزمن سي. هغه د کندهار پوهنتون و رهبرۍ ته سپارښتنه وکړه، چي روغتون ته عليحده پام وکړي، د لا پرمختګ له پاره ئې لازم امکانات برابر کړي او د روغتیايي خدماتو د کیفیت د لوړولو په برخه کښي پوره همکاري ورسره وکړي.

 

وروسته وزیر صاحب د روغتون له بېلابېلو برخو څخه لیدنه وکړه؛ د روغتون د خدماتو او فعالیتونو په اړه ئې معلومات ترلاسه کړل، په روغتون کښي رواني پروژې ئې وکتلې او د ناروغانو حال ئې هم له نژدې واخیست.

 

نېټه: ١٤٤٨/۵/۳

د نشراتو او عامه اړیکو آمریت