د مسلکي راډیویي سکريپټ لیکني دوه ورځنی ورکشاپ دائر سو
د کندهار پوهنتون د ژورنالیزم او عامه اړیکو پوهنځي د رسنیو عملیاتي مرکز آمریت اړوند، د پوهنتون ږغ راډیو د خپل کلني پلان پر اساس، د انټرنشیپ محصلانو ته د مسلکي وړتیا د لوړولو په موخه، د ژورنالیزم په برخه کښي د مسلکي راډیویي سکرېپټ لیکني دوه ورځنی ورکشاپ دائر کړ.
یاد ورکشاپ، چي د پوهنتون ږغ راډیو عمومي مدیر ذکریا فاروقي دائر کړ وو، پکښي ئې د مسلکي راډیویي سکريپټ پېژندنه، د سکريپټ د بېلابېلو عناصرو جوړښت، په عملي ډول د سکريپټ لیکنه او په راډیویي سټوډیو کښي د هغه د ثبتولو ترڅنګ، ځیني نور اړوند او مسلکي موضوعات تشریح کړل او هم ئې په ورکشاپ کښي محصلانو ته د راډیویي سکريپټ د لیکني له اصولو سره د عملي بلدتیا، د راډیو د خپرونو له پاره د معیاري سکريپټ د چمتو کولو او ثبتولو په برخه کښي لاري چاري عملي کړې.
د یادولو وړ ده، چي د کندهار پوهنتون د ژورنالیزم او عامه اړیکو پوهنځي اړوند د رسنیو عملیاتي مرکز آمریت، تر دې وړاندي هم د یاد پوهنځي د محصلانو د مسلکي وړتیا د لوړولو په موخه، بېلابېل ورکشاپونه دائر کړي دي.
نېټه: ۱۴۴۸/۴/۶
د نشراتو او عامه اړيکو آمریت