د نوي تحصيلي کال د چارو د ښه تنظيم غونډه وسوه

kdru_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۵ - ۱۷:۵۷

د نوي تحصيلي کال د چارو د ښه تنظيم غونډه وسوه

 

د ۱۴۰۵ل. تحصيلي کال او نوي سميستر د پیل، نظم او نورو اړوندو چارو د لا ښه تنظیم په موخه د کندهار پوهنتون د علمي شورا د غونډو په تالار کښي، د پوهنتون د محترم رئیس شیخ مولوي محمد عبدالرحمن غزنوي په مشري غونډه وسوه، چي پر مهال ئې د پوهنتون ټول معاونان، د پوهنځیو رئیسان او د ځینو آمریتو آمران حاضر ول.

 

غونډه چي د قرآن کریم د څو مبارکو آیاتو په تلاوتولو پیل سوه، په شروع کښي د پوهنتون رئیس شیخ مولوي محمد عبدالرحمن غزنوي د محصلانو سره د چلند په برخه کښي پر حلم، صبر، حوصلې او حکمت ټینګار وکړ او زیاته ئې کړه، چي د محصلانو باید درناوی وسي، نرم چلند ورسره وسي او د ستونزو د حل پر مهال له تدبیر او حکمت څخه کار واخیستل سي.

دغه راز ښاغلي غزنوي غوښتنه وکړه، چي استادان دي خپلو ټولګیو ته پر ټاکلي وخت حاضريږي او د تدریس له پاره ټاکل سوی هر ساعت دي په بشپړه توګه د محصلانو د زده‌ کړي له پاره وکاروي او هيڅ تدریسي ساعت دي خالي نه پرېږدي؛ همدارنګه علمي او مسلکي سیمینارونه او ورکشاپونه دي ماپښین دائرېږي؛ تر څو د تدریسي چارو له بهیر سره ټکر رامنځ ته نه کړي؛ د محصلانو، اداري کارمندانو او استادانو حاضرۍ دي کنټرول او څارل کيږي او مسافر استادان دي پر ټاکلي وخت خپلو تدریسي دندو ته حاضر سي.

 

وروسته د دعوت او ارشاد آمر مولوي فضل احمد فضلي د محصلانو د صورت او سیرت د اصلاح، د هغوی د دیني او اخلاقي روزني او د علمي او دیني سیمینارو پر وړاندي کولو او د پوهنتون دننه د محصلانو د ځیرک ټیلیفون د استعمال د مخنیوي او د ياد بندیز د مراعاتولو په اړه خبري وکړې او له ټولو ګډونوالو او استادانو څخه ئې وغوښتل، چي د یادو موضوعاتو په برخه کښي لازمه همکاري ورسره وکړي او غونډه د دؤعا په کولو سره پای ته ورسېده.

 

نېټه: ۱۴۴۸/۳/۲۳

د نشراتو او عامه اړيکو آمریت