د کندهار او هلمند امارتي او خصوصي پوهنتونو محصلانو ته شپږ ورځنی دیني سیمینار پای ته ورسېد
په کندهار پوهنتون کښي، د لوړو زده کړو وزارت په لارښوونه او د یاد وزارت د دعوت او ارشاد ریاست په هڅو، د سوېل لوېدیځ زون د کندهار او هلمند د اتو امارتي او خصوصي پوهنتونو: کندهار، اناسټو، هلمند، ميرویس نیکه، ملالۍ، سبا او بېنوا ٦٢٠ محصلانو ته شپږ ورځنی دیني سیمینار پای ته ورسېد.
په یاد سیمینار کښي د سیمي او ملک په سطحه بېلابېلو علماءکرام او شیوخو کرامو: د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنر او کلتور معین الحاج شیخ مولوي عبدالرحمن طیبي، د ۲۰۵ البدر قول اردو امام، شیخ الحدیث مولوي بخت محمد متاب، د کندهار د امربالمعروف او نهي عن المنکر رئیس شیخ مفتي کریم الله فقير، د کندهار د امربالمعروف او نهی عن المنکر ریاست مرستیال شیخ الحدیث مولوي سعید احمد سعید، د کندهار ولایت د علماوو شورا غړی، شیخ الحدیث مولوي محمد محمدي، د کندهار پوهنتون رئیس شیخ مولوي محمد عبدالرحمن غزنوي، د ٢٠٥ البدر قول اردو د مدرسې شيخ الحدیث مولوي عبدالصمد، د سوېل لوېديځ زون د ستري محکمې قضایي مرستیال شیخ الحدیث مولوي نورالله منیر، د کندهار د دباندنیو چارو رئیس شیخ الحدیث مولوي فیض الحق شاکر، د جهادي مدارسو عمومي رئیس شیخ الحدیث مولوي عبدالواحد طارق، د سوېل لوېديځ زون د اختصاصي محکمې رئیس شیخ الحدیث مفتي عبدالمنان، د کندهار پوهنتون د دعوت او ارشاد آمر مـولوي فضل احمد فضلي، د کندهار پوهنتون، علمي مرستیال پوهنیار مولوي سیف الله سعید، د کندهار پوهنتون د مسجد امام مولوي زین العابدين آغا او د امر بالمعروف او نهی عن المنکر ریاست د شکایاتو د اورېدلو مسئول شیخ الحدیث مولوي عبدالوارث حنفي پر بېلابېلو دیني، علمي او اسلامي موضوعاتو: فقهالعبادات، د انسان د پیدایښت پر مقصد، پر ښو اخلاقو، د ایمان پر تشریح، د نبوي سنتونو پر اتباع او اهمیت، د نفاق او اتحاد پر اهمیت، مسئولیت، اطاعت او د نظام د چارو پر لا ښه والي، د ځوانانو پر مسئولیتو، د اسلامي نړۍ پر اوسنی سیاسي وضعیت او له علماوو او پوهانو سره پر مشوره، په اسلام کښي د امر بالمعروف او نهی عن المنکر پر اهمیت، له الله تعالی جل جلاله، د هغه له دین او مؤمنانو سره مینه او وفاداري او له کفر، شرک او باطل څخه بېزاري کول (الولاء والبراء)، د مخدره موادو پر تاوانو، پر امامت کبرا او د هغه پر اهمیت، د اسلام پر ارکانو، د فرقو ضالهوو پر پېژندنه، د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظهالله تعالی پر ۱۷م فرمان، د والدینو او استادانو پر احترام او حقوقو او دغه راز پر نورو بېلابيلو دیني موضوعاتو هر اړخيز بيانونه وکړل او د ګډونوالو پوښتنو ته ئې جوابونه وويل.
دغه راز، په یاد سیمینار کښي د محصلانو د مرستیال مولوي نوراحمد ایوبي په مشري هره شپه د ماښام تر لمانځه وروسته انجمن جوړېدئ، چي د همدې لړۍ په پای کښي د پنجشنبې په ماښام د اتو ګروپو څخه ۱۶ محصلانو پر بېلابيلو موضوعاتو بیانونه وکړل، چي لومړيو اتو غوره ممتازو محصلانو ته ستاینلیکونه او تحفې او پاته ګډونوالو ته ستاینلیکونه ورکول سول.
د سیمینار په وروستۍ برخه کښي د کندهار پوهنتون د نشراتو او عامه اړیکو آمر نذیر احمد قادري د لوړو زده کړو وزارت د دعوت او ارشاد ریاست، رالېږل سوی پیغام هم ولووست، چي په کښي د دې سیمینار پر اهمیت او د دیني او علمي پوهي د لا پیاوړتیا پر اړتیا ټینګار سوی وو.
د سیمینار په وروستیو کښي ټولو محصلانو ته تصدیق پاڼي ورکول سوې؛ په ژوند کښي د لابریالیتوب دؤعاوي ورته وسوې او سیمینار د دؤعا په کولو سره پای ته ورسېد.
نېټه: ١٤٤٨/٣/٢١
د نشراتو او عامه اړیکو آمریت