د کوموناس پوهنتون د زولوژي څانګي استاد د افغانستان د خزندګانو د څېړنو په اړه خپل علمي لکچر وړاندي کړ

kdru_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۱۲:۵۰
د کوموناس پوهنتون د زولوژي څانګي استاد د افغانستان د خزندګانو د څېړنو په اړه خپل علمي لکچر وړاندي کړ

د کوموناس پوهنتون د زولوژي څانګي استاد د افغانستان د خزندګانو د څېړنو په اړه خپل علمي لکچر وړاندي کړ

د کندهار پوهنتون د مسلکي پرمختیايي مرکز د غونډو په تالار کښي، یاد مرکز د خپلو فعالیتو په لړ کښي، د سلواکیا هيواد د کوموناس پوهنتون د زولوژي څانګي استاد پوهنمل ډانېل جابلونسکي، په افغانستان کښي د خزندوو د څېړنو پیل: په غزني او کندهار کښي د لومړۍ نړۍوالي ګډي څېړني ترسره کول په نوم لکچر، چي د افغانستان د خزندو د حیاتي تنوع او ساحوي څېړنو په اړه علمي تجربې او موندني پکښي راغلي وې؛ د کندهار پوهنتون د بېلابېلو پوهنځيو استادانو ته وړاندي کړ؛ او هم ئې د خپلو پراخو څېړنیزو تجربو، د ساحوي څېړنو د ترسره کولو، د نړۍوالو علمي همکاریو، او د علمي څېړنو د پراختیا په اړه معلومات؛ له هغو سره شریک کړل او هم ئې د هغو پوښتني په مفصل ډول جواب کړې.

د یادوني وړ ده، چي یاد استاد خپله څېړنه په نړۍوال او معتبر علمي ژورنال کښي د کندهار پوهنتون او کوموناس پوهنتون په نوم نشروي.

نېټه: ١٤٤٨/٣/۲
د نشراتو او عامه اړيکو آمریت