د ایران د اسلامي جمهوریت سر قونسل د کندهار پوهنتون له رئیس صاحب سره وکتل

kdru_admin
شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۳ - ۲۰:۱۸
image

د ایران د اسلامي جمهوریت سر قونسل د کندهار پوهنتون له رئیس صاحب سره وکتل

د کندهار له پاره د ایران د اسلامي جمهوریت سر قونسل ښاغلي محمد رضا نفر، د کندهار پوهنتون په ریاست مقام کښي د یاد پوهنتون له قدرمن رئیس الحاج شیخ مولوي عبدالرحمن طیبي صاحب سره وکتل، چي پر مهال ئې د کندهار ولايت د دباندنیو چارو رئیس محترم شیخ مولوي فضل الحق شاکر صاحب او د پوهنتون د رهبرۍ غړي حاضر ول.

د ناستي په پیل کښي محترم طیبي صاحب ټولو مېلمنو ته ښه راغلاست ووایه، ورپسې ئې د کندهار پوهنتون د علمي فعالیتو، پرمختګو، پوهنځیو، ماسټرۍ برنامو، روغتون، دارالصالحین لیلیې او اوسني وضعیت په اړه معلومات شريک کړل؛ هغه کندهار پوهنتون د زون په کچه یو مهم علمي او اکاډیمیک مرکز وباله او د علمي اړیکو او همکاریو پر پراختیا ئې ټینګار وکړ.

دغه راز ښاغلي طیبي صاحب زياته کړه، چي کفارو او یهودو تل د مسلمانانو مشران هدف ګرځولي دي، د ایران د مذهبي مشر آیت الله علي خامنه يي د مړیني او په ایران کښي د روان وضعیت له امله خواشینی یم، کفار نه غواړي چي مسلمانان په حریت او آزادۍ کښي ژوند وکړي؛ که دوی هر څونه موږ ته ضرر رسوي؛ خو د اسلام بیرغ او د شهادت کلیمه به هسکه يي، موږ او تاسي له یو بل سره همکاري کړې ده او هیله ده، چي دغه همکاري نوره هم پراخه او پیاوړې سي؛ همداراز شیخ صاحب زیاته کړه، چي اوس دلته د اهل تشیع او سني موضوع له منځه تللې او موږ په کندهار پوهنتون او د افغانستان په ټولو پوهنتونو کي تشيع هيوادوال، استادان، کارکوونکي او محصلان لرو، چي خپلي زده کړي کوي.

ورپسې د ایران قونسل محترم علي رضا نفر د پوهنتونو او علمي بنسټونو پر ارزښت خبري وکړې او د افغانستان پر روان امنیت او ثبات ئې خوښي وښوده؛ هغه د خپل ملک له لوري د علمي او اکاډيمیکو همکاریو د دوام ډاډ ورکړ او وې ویل: د لوړو زده کړو او د استادانو د ظرفیت لوړاوي په برخه کښي د ګډو همکاریو پراختیا ته چمتو يو؛ همداراز هغه په جنوبي زون کښي د خپلو وروستیو فعالیتو او سفرو یادونه هم وکړه او هم ئې زیاته کړه، چي کوښښ یې دا دئ، چي د افغانستان د اقتصاد په پرمختګ او د افغانستان او ایران ترمنځ د صادراتو او وارداتو په لا زیاتولو کښي کوښښ کوي، چي په دې برخه کښي ئې د کندهار او هلمند له تجارانو سره ناستي هم کړي دي.
هغه د خپلو خبرو په دوام زیاته کړه؛ که څه هم افغانستان اوس په هره برخه کښي پرمختګ کړی دئ؛ خو موږ غواړو د کندهار پوهنتون سره د یو تفاهم لیک د لاسلیکولو له لاري هر ډول علمي همکاري: د استادانو ظرفیت لوړاوی، د کتابتون غني کولو، د روغتون او نورو برخو له پاره د تجهیزاتو په برابرولو او نورو اړوندو برخو کښي همکاري وکړو.

دغه راز د علمي څېړنو او مجلو مرستیال محترم پوهنیار دوکتور رحمت الله پښتون صاحب وویل: کندهار پوهنتون هڅه کوي په نږدې راتلونکي کښي د دوکتورا پروګرامونه رامنځ ته کړي او د اسلامي امارت د لوړو زده کړو د تګلاري له مخه په ملک کښي د لوړو زده‌کړو د کیفیت لوړاوي او څېړنیز سیسټم پیاوړتیا ته ځانګړی پام کیږي او کندهار پوهنتون هم په همدې برخه کښي عملي ګامونه اخيستي دي.

د ناستي په وروستیو کښي دواړو لورو د لوړو زده کړو، علمي څېړنو، استادانو د ظرفیت لوړوني او نورو اړوندو علمي برخو کښي د همکاریو پر پراختیا ټینګار وکړ او د متقابلو همکاریو ډاډ ئې وښود.

نېټه: ۱۴۴۷/۱۲/۲۷