څنګه کولای سم ښه ویاندي وکړم؟ په نوم څلور ورځنى ورکشاپ پاى ته ورسېد

kdru_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۰ - ۸:۵۰
image

څنګه کولای سم ښه ویاندي وکړم؟ په نوم څلور ورځنى ورکشاپ پاى ته ورسېد

د کندهار پوهنتون د مسلکي پرمختیايي مرکز د غونډو په تالار کښي، د مالي او اداري چارو معاونیت اړوند د عامه پوهاوي، نشراتو او عامه اړیکو آمریت “څنګه کولای سم ښه ویاندي وکړم؟” د یاد ورکشاپ ګډونوالو ته د تصدیق پاڼو د وېش په مناسبت غونډه وکړه، چي پر مهال ئې د پوهنتون قدرمن رئیس، د پوهنتون ټول د رهبرۍ محترم غړي، د بېلابيلو پوهنځيو رئیسان صاحبان، د ځینو آمریتو آمران او محصلان حاضر ول.

غونډه چي د قرآن کریم د څو مبارکو آیاتو په تلاوتولو پیل سوه، په سر کښي د عامه پوهاوي او اړیکو آمر ښاغلي نذیر احمد قادري صاحب ټولو ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه او د ورکشاپ له روزونکي محترم پوهنیار نورعلي صدیقي صاحب څخه ئې مننه وکړه، چي د یاد ورکشاپ په وړاندي کولو کښي ئې همکاري وکړه؛ وروسته ئې وویل: کندهار پوهنتون د کال په اوږدو کښي بېلابېلي علمي، فرهنګي او اداري غونډي کوي، چي د دغو برنامو د سم تنظیم او اغېزمني ویاندۍ له پاره مسلکي ویاندویانو ته اړتیا لیدل کيږي؛ نو له همدې امله هڅه کيږي، چي د یاد ورکشاپ له مخکښو ګډونوالو څخه د پوهنتون په راتلونکو غونډو او برنامو کښي د ویاندۍ په برخه کښي استفاده وکړي.

وروسته د کندهار پوهنتون قدرمن رئیس الحاج شیخ مولوي عبدالرحمن طیبي صاحب وینا وکړه؛ هغه په پیل کښي د یاد ورکشاپ ستاینه وکړه او دا ئې د محصلانو د ظرفیت لوړوني له پاره یو مهم او اغېزناک ګام وباله او هم ئې خوښي وښودله، چي د پوهنتون مسئولان، استادان او کارکوونکي هر یو په خپلو اړوندو برخو کښي د پوهنتون د علمي، فرهنګي او اداري پرمختګ له پاره په اخلاص او مسئولیت سره هڅي کوي او غواړي، چي محصلانو ته د زده ‌کړو ترڅنګ د مهارتو د زده ‌کړي ښه فُرصتونه هم برابر سي.
همداراز ښاغلي طیبي صاحب د کندهار پوهنتون د عامه پوهاوي، نشراتو او عامه اړیکو آمریت چاري هم وستایلې او وې ویل: یاد آمریت په پوهنتون کښي د غونډو، سیمینارو، علمي پروګرامو او مهمو فعالیتو د تنظیم، نشر او انعکاس په برخه کښي د پام وړ او ارزښتناک فعالیتونه کړي دي؛ د لوړو زده‌ کړو محترم وزیر صاحب هم په تېرو غونډو کښي، چي کندهار پوهنتون ته راغلی وو، د کندهار پوهنتون د عامه پوهاوي او اړیکو آمریت د فعالیتو، د غونډو د ښه تنظیم، راپورو او نشراتي چارو په اړه خوښي ښودلې وه او د هغوی هڅي ئې ستایلي وې، چي دا خپله د یاد آمریت د ښه فعالیت څرګندونه کوي.
وروسته ښاغلي طیبي صاحب د ښې ویاندۍ او وینا کولو پر اهمیت خبري وکړې او هم ئې د اسلام له نظره د ښې ویاندۍ اهمیت بیان کړ او زیاته ئې کړه، چي اسلام مسلمانانو ته د ښو، نرمو او اغېزناکو خبرو کولو لارښوونه کړې ده؛ ځکه یوه ښه او پر ځای وینا کولای سي د خلکو پر فکر، اخلاقو او ټولنه مثبت اغېز وکړي؛ هغه محصلان وهڅول، چي د خپلو علمي زده ‌کړو ترڅنګ د وینا، ویاندۍ او د خلکو سره د ښه تعامل مهارتونه هم زده کړي؛ تر څو په راتلونکي کښي د خپل مسلک ترڅنګ د ټولني د خدمت جوګه اشخاص سي.

 د غونډي په پاى کښي ځينو محصلانو هم ویناوي وکړې، د یاد ورکشاپ په جوړېدو ئې خوښي وښودله او دا ئې د خپلو مهارتو د لوړاوي له پاره مهم ورکشاپ وباله؛ وروسته د عامه پوهاوي، نشراتو او اړیکو آمریت د ورکشاپ دائروونکي پوهنیار نورعلي صدیقي صاحب ته مننلیک او ټولو ګډونوالو ته د ورکشاپ د بشپړېدو تصدیق پاڼي ورکړلې او غونډه د دؤعا په کولو سره پای ته ورسېده.

نېټه: ۱۴۴۷/۱۲/۲