ممتاز محصلان د يوې شانداري غونډي په ترڅ کښي وستایل سول
ممتاز محصلان د يوې شانداري غونډي په ترڅ کښي وستایل سول
د کندهار پوهنتون د غونډو په عمومي تالار کښي، د یاد پوهنتون د محصلانو د خدماتو او همږغۍ آمریت، د ټولو پوهنځیو ممتاز محصلان د يوې شانداري غونډي په ترڅ کښي وستایل، چي په همدې موخه په جوړو سوو مراسمو کښې، د کندهار پوهنتون قدرمنه رهبري، د پوهنځيو ښاغلي رئیسان، مېلمانه، استادان او سلونه (سلګونه) محصلان حاضر ول.
غونډه چي د قرآن کریم د څو مبارکو آیاتو په تلاوتولو پيل سوه، په سر کښي د کندهار پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال مولوي نور احمد ایوبي صاحب ټولو ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه او زیاته ئې کړه، کندهار پوهنتون همېشه د خپلو محصلانو د ظرفیت لوړاوي برخي ته ځانګړى پام کوي او په دې برخه کښي بېلابېل ورکشاپونه، سیمینارونه، روزنیز کورسونه او نوري علمي برنامې جوړوي، چي په همدې لړۍ کښي یوه د ممتازو محصلانو د ستایني نننۍ غونډه ده، چي هغه محصلان پکښي ستایل کيږي، چي د خپلي ټولګي، پوهنځي او یا پوهنتون په کچه ئې لوړي نؤمرې ترلاسه کړي يي، زیات کوښښ او خواري ئې کښلې يي او د ممتازو محصلانو په توګه ئې ځانګړی مقام ترلاسه کړی يي او وې ويل، چي دغه ډول ستایني او جایزې د محصلانو له پاره ډېر معنوي ارزښت لري؛
وروسته ښاغلي ایوبي صاحب، د غونډي په ترڅ کښي د محصلانو چارو معاونیت اړوند روان خدمات او فعالیتونه هم ګډونوالو ته تشریح کړل، چي د محصلانو د علمي، اداري او روزنیزو چارو د ښه تنظیم او پرمختګ له پاره ترسره کیږي.
ورپسې د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي رئیس پوهنمل محمد صادق حریفال صاحب، د ښووني او روزني پوهنځي استاد پوهنیار دوکتور عبدالواحد منیب صاحب او د محصلانو په استازیتوب ښاغلي بشارت الله بشارت ویناوي وکړې؛ دوی د علم څخه د سالمي او مؤثري استفادې، د محصلانو د علمي او مسلکي مهارتو د لوړاوي، د لوړو زدهکړو د اهمیت، د وخت د منظم مدیریت او د زده کړو پر مهال د زحمت کښلو په اړه هر اړخیزي خبري وکړې او له محصلانو څخه ئې وغوښتل، چي باید له موجودو فُرصتو څخه اعظمي استفاده وکړي، خپل علمي ظرفیتونه لوړ کړي او د خپل راتلونکي له پاره قوي بنسټونه جوړ کړي؛ تر څو د ټولني په پرمختګ کښي فعاله ونډه واخلي او د هيواد له پاره مؤثر او مسلکي کادرونه ځني جوړ سي.
وروسته د کندهار پوهنتون رئیس محترم الحاج شيخ مولوي عبدالرحمن طیبي صاحب محصلانو ته په خطاب کښي وويل: د خپلو مشرانو شکر ادا کړئ، چي ستاسي د پرمختګ له پاره خاص پام کوي، د پوهنتون ټوله رهبري ستاسي د محصلانو د ښه والي له پاره د یو پلار په رقم کوښښ درسره کوي او ستاسي هر اړخیز وضعیت ته متوجه ده، د پوهنتون د علمي چارو مرستیال د استادانو د چارو د ښه تنظیم او پرمختګ له پاره کار کوي، د محصلانو چارو مرستیال ستاسي د ظرفیت لوړاوي او ستونزو ته پر وخت رسیدګي کوي، د علمي څېړنو مرستیال ستاسي د علمي څېړنو د پیاوړتیا له پاره هڅي کوي او مالي او اداري مرستیال ستاسي له پاره د امکاناتو د برابرولو او ښه تنظیم چاري پر مخ وړي؛ تاسي محصلان زموږ له پاره امانت یاست او د زړه له کومي درته وایم، چي تاسي ماته د خپلو اولادو په رقم یاست؛ زه ځان ستاسي خادم ګڼم او د رئیس عنوان یوازي یو اداري مسئولیت ګڼم؛ نه بل څه.
نو ګرانو محصلانو! د خپلي ځوانۍ او وخت څخه ښه استفاده وکړئ؛ موږ غواړو چي د کندهار له پوهنتون څخه باکیفیته، مسلکي او بااخلاقه محصلان فارغ سي؛ داسي محصلان، چي د ټولني د آبادۍ او پرمختګ سبب وګرځي؛ اسلامي امارت ستاسي ترڅنګ ولاړ دئ او ستاسي د علمي پرمختګ له پاره جدي پام کوي.
تر ویناوو وروسته، د رهبرۍ غړو قدرمن شیخ صاحب ته د اعزاز بګړۍ ور پر سر کړله او د محصلانو چارو معاونیت د پوهنتون ټولو مرستیالانو، د پوهنځیو رئیسانو او اړوندو مسئولانو ته ايوارډونه ورکړل. همداراز د محصلانو چارو د معاونیت کارکوونکو ته د هغوی د خدماتو او هڅو د قدردانۍ په موخه ځانګړي ایوارډونه هم ورکړل سول؛ ورپسې مسئولانو، ممتازو محصلانو ته ايوارډونه او ستاینلیکونه ورکړل؛ په ژوند کښي د لابریاوو دؤعاوي ورته وسوې او مراسم د دؤعا په کولو سره پای ته ورسېدل.
نېټه: ١٤٤٧/١١/٢٧