د ۱۴۰۵ل. کال د واليبال ټورنمينټ اتل ښوونه او روزنه پوهنځی سو
د ۱۴۰۵ل. کال د واليبال ټورنمينټ اتل ښوونه او روزنه پوهنځی سو
د کندهار پوهنتون د محصلانو د خدماتو او همږغۍ آمریت اړوند د ورزشي عمومي مدیریت په هڅو؛ د ۱۴۰۵ل. کال د “کندهار پوهنتون پسرلنی جام” په نوم د پسرلي والیبال ټورنمينټ پای ته ورسېد، چي د ياد ټورنمينټ د وروستۍ بازۍ په مراسمو کښي د پوهنتون د رهبرۍ غړو، د پوهنځیو رئیسانو، استادانو او سلونو محصلانو ګډون کړی وو.
یاد ټورنمينټ د لسو پوهنځیو ترمنځ د لېګ په سیستم پیل سوی وو او د ښووني او روزني پوهنځي د الف لوبډلي په اتلولۍ پای ته ورسېد؛ د پای بازي د ښووني او روزني پوهنځي الف لوبډلي او د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي ترمنځ په ډېر تشویقي او په زړه پوري ډول وسوه، چي په پایله کښي د ښووني او روزني پوهنځي لوبډلي د پنځو څخه درې میدانه وګټله او د ټورنمينټ اتلولي ئې په خپل نوم کړه.
د پای په مراسمو کښي د ورزشي عمومي مدیریت مدیر ښاغلي جمیل احمد همت، ټولو ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه او د پوهنځيو د ورزشي کمېټې د مسئولانو څخه ئې ځانګړې مننه وکړه، چي د ټورنمينټ د منظم ترتیب او تنظیم په برخه کښي ئې همکاري کړې وه؛
په یاد ټورنمنټ کښي د ښووني او روزني پوهنځي لومړی مقام، د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي دوهم مقام او د انجنیري پوهنځي درېیم مقام ترلاسه کړ؛ د پروګرام د پای په مراسمو کښي د پوهنتون رئیس محترم الحاج شیخ مولوي عبدالرحمن طیبي صاحب او د رهبرۍ محترمو غړو و لومړي، دوهم او درېيم مقام ګټونکو او غوره لوبغاړو ته کپونه، ستاینلیکونه او مډالونه ورکړل.
نېټه: ۱۴۴۷/۱۱/۲۶