د انجنیري پوهنځي د انرژۍ او سېول څانګو محصلان
د انجنیري پوهنځي د انرژۍ او سېول څانګو محصلانو د دهلې بند ته علمي سېر وکړ
د کندهار پوهنتون د محصلانو د خدماتو او همږغۍ آمر محترم مولوي محمد معصوم زاهد په مشري د انجنیري پوهنځي د انرژۍ او سېول څانګو ۷۰ محصلانو د خپلو استادانو په ملتیا، د فلوی میخانیک اړوند موضوعاتو د عملي زده کړي په موخه؛ د شاه ولي کوټ اولسوالۍ اړوند د دهلې بند ته یو ورځنی علمي سېر وکړ؛
د یاد علمي سفر په جریان کښي محصلانو لومړی د کندهار باغ پُل په سیمه کښي د اوبو د ډیسچارج د معلومولو یوه عملي تجربه وکړه او د کرنټ میټر په وسیله ئې د رود د اوبو اندازه په عملي ډول وازمویله؛ وروسته ئې د ارغنداو (ب) اولسوالۍ د مرکزي ویالې د چاینلونو او ویرونو څخه لیدنه وکړه، چي استادانو او د لابراتوار مسئول د یادو جوړښتونو د اهمیت، استعمال او تخنیکي ځانګړتیاوو په اړه معلومات ورکړل؛ همداراز د دهلې بند ته د تګ پر مهال ئې، د لاري په اوږدو کښي د ځینو هایدرولیکي جوړښتونو څخه هم لیدنه وکړه او اړوند معلومات ئې ترلاسه کړل.
وروسته ئې د دهلې د بند مهمي برخي: سپیل وې (Spillway)، د اوبو ایستلو سیستم (Outlet Structures) او نور تخنیکښي جوړښتونه له نږدې وکتل او د هغو د ډیزاین، فعالیت او اهمیت په اړه ئې معلومات ترلاسه کړل؛ د یاد علمي سفر په پایله کښي محصلانو وکولای سول، چي د اوبو د ډیسچارج اندازه کول په عملي ډول زده کړي او د هایډرولیکس، چاینلو او بندونو په ارزښت او استعمال ښه پوه سي.
همداراز محصلانو پر یاد علمي سفر خوښي وښودله؛ هغوی دغه علمي سېر د دوی د عملي زده کړو په برخه کښي خورا اړین وباله او هم ئې د کندهار پوهنتون له رهبرۍ څخه مننه وکړه، چي د دوی له پاره داسي اړين علمي سفرونه برابروي.
نېټه: ١٤٤٧/١١/٢٠