د نوروز په اړه سیمینار وړاندي سو 

kdru_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۳ - ۱۰:۲۱
image

د نوروز په اړه سیمینار وړاندي سو 
د کندهار پوهنتون، د محصلانو د خدماتو او همږغۍ آمریت او شرعیاتو پوهنځي د ګډ پلان پر اساس؛ د یاد پوهنځي استاد محترم پوهنیار احمد خاطري صاحب، د کال د نوي ورځ (نوروز) د لمانځلو په اړه سیمینار وړاندي کړ، چي پر مهال ئې د بېلابېلو پوهنځیو استادان او محصلان حاضر ول.
د سیمینار په شروع کي د شرعیاتو پوهنځي استاد محترم پوهنیار احمد خاطري صاحب وویل: د اسلام مبارک دين د مسلمانانو له پاره ځانګړي د خوشحالۍ ورځي: په کال کي دوه اخترونه او نوري ټاکلي دي؛ خو له بله اړخه ئې، ځیني نوري ورځي، چي اسلام نه دي ټاکلي، لمانځل ئې حرام ګڼل سوی دئ؛ نو باید مسلمانان دې ورځو ته خاص پام وکړي او وې (وه ئې) نه لمانځي.
وروسته خاطري صاحب، په یو جوړ سوي پرېزینټېشن کي د کال د نوروز د لمانځلو تاریخي شالید، د یادي ورځي د لمانځلي په اړه د اسلام مبارک دين حکم او دغه راز ئې د حرمت دلیلونه د قرآن کریم او حدیثو په رؤڼا کي بیان کړل.
د سیمینار په وروستیو کښي د محصلانو و بېلابېلو پوښتنو ته جوابونه وویل سول او سیمینار د دؤعا په کولو سره پای ته ورسېد.

نېټه: ١٤٤٧/٩/٢۳