د کندهار شریعت ږغ راډیو خبریالانو ته پنځه ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد

kdru_admin
شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۵ - ۱۵:۴۷
image

د کندهار شریعت ږغ راډیو خبریالانو ته پنځه ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد

 

د کندهار پوهنتون د ژورناليزم او عامه اړيکو پوهنځي په هڅو او د کندهار شریعت ږغ راډیو آمریت په غوښتنه، د ياد آمریت خبريالانو ته د خپرونو د پروډيوسرۍ، وياندۍ (وياندويۍ) او خبر ليکلو پنځه ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد.

 

ياد ورکشاپ چي د کندهار شریعت ږغ راډیو په آمریت کي دائر سوی وو، د کندهار پوهنتون د ژورناليزم او عامه اړيکو د پوهنځي د ژورناليزم د څانګي استاد پوهنيار نورعلي صديقي په روزنه د ياد آمریت لسو خبريالانو ته د پروډيوسرۍ، وياندويي او خبر ليکلو اړوند هر اړخيز معلومات ورکړل سول، چي په پروډيوسرۍ کي د خپروني توليد، د توليد مراحل، د خپروني له پاره څېړنه، سناپسس او سکرفټ ليکل او د وياندۍ په برخه کي د راډيويي خپرونو د وياندۍ مهارتونه، اخلاق او اصول او دغه راز په خبر ليکلو کي د خبر جوړښت، د خبر عناصر، خبري ارزښتونه، د خبر ليکلو سبکونه او اخلاقي اصول تدریس سول او د هري ورځي د پرېزينټېشن په پای کښي د ګډنوالو و پوښتنو ته هر اړخيز جوابونه وويل سول.

 

د دغه ورکشاپ په ورستیو مراسمو کي ګډونوالو د ورکشاپ څخه خوښي ښووله او د کندهار پوهنتون د همکارۍ څخه ئې د منني ترڅنګ د ورته نورو ورکشاپو د دائرېدو غوښتنه وکړه.

 

نېټه: ۱۴۴۷/۶/۱۵