حفظ الصحه

kdru_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۳ - ۹:۲۸
image

پر رواني حالت باندي د ځان او چاپېریال د پاکوالي اغیزې سیمینار وړاندي سو

د کندهار پوهنتون د محصلانو د خدماتو او همږغۍ آمریت اړوند د رواني کلینیک عمومي مدیریت، د دارالصالحین لیلیې محصلانو ته پر رواني حالت باندي د ځان او چاپېریال د پاکوالي (حفظ الصحه) اغیزې سیمینار د ښاغلي عطاءالرحمن ارين په همکاري وړاندي کړ.

د سیمینار په شروع کي د سیمینار ارین د پاکوالي پر تعریف، ډولونو، د روغتیا ساتني برخي، شخصي پاکوالي، چاپېریالي پاکوالي، رواني او ټولنیز پاکوالي او ځینو برخو کي هر اړخیز معلومات وړاندي کړل.

هغه وویل: د څېړنو له مخه پاک چاپېریال د ذهني آرامتیا، تمرکز، منظم فکر کولو او ښه احساس له پاره ډېره مهمه ونډه لري. د ده په وینا، ګډوډ او ناپاک ځای د ذهن ګډوډي، ستړیا، فشار او منفي احساسات زیاتوي، په داسي حال کي چي پاکوالی د ذهني سکون، هڅوني او روحي ځواک سبب ګرځي.

وروسته سیمینار د دؤعا په کولو سره پای ته ورسېد.

نېټه: ۱۴۰۴/۶/۱۳