د رسنيو د مرکز
د کندهار پوهنتون د رسنيو د مرکز پېژندنه
د کندهار پوهنتون رسنيو مرکز په ( ۱۳۹۴ل./ ۲۰۱۵م.)کال، د کندهار پوهنتون په چوکاټ کي اېجاد سو، چي د ژورنالیزم پوهنځي محصلان به د عملي کار په برخه کي استفاده ځيني کوي.
د کندهار پوهنتون د رسنيو مرکز اوس مهال د راډیو او مطبعې دوې فعالي څانګي لري، چي په نویو او عصري وسايلو سمبال دي او هره ورځ د ژورنالیزم پوهنځي محصلان د عملي کار له پاره استفاده ځني کوي او همدارنګه دا مرکز، د کندهار پوهنتون پرمختګونو او لاسته راوړنو ته انعکاس ورکوي.
دغه مرکز هڅه کوي چي د خپلو فعالیتونو په مرسته د کندهار ولایت او کندهار پوهنتون په اړه خلکو ته د عامه پوهاوي په برخه کي خدمات وړاندي کړي.
لېرلید
د کندهار پوهنتون د رسنیو مرکز به د هیواد په کچه د عامه پوهاوي او د ژورنالیستانو د مسلکي روزني، پیاوړتیا او معلوماتو ته د لاس رسي لوی مرکز وي.
رسالت
د کندهار پوهنتون د رسنیو مرکز د ژورنالیزم د اصولو او اخلاقو په رڼا کي د کندهار پوهنتون او د دې ولایت د پرمختګونو او نوښتونو ته انعکاس ورکوي او د ژورلیستانو د مسلکي روزني له پاره امکانات برابروي.
موخي:
د ژورنالیزم او عامه اړیکو پوهنځي محصلانو ته عملي زده کړي ورکول.
په سیمه ایزه کچه ښوونیزي ږغیزي او چاپي خپروني د ټولني اړتیاوو ته په کتو وړاندي کول.
د کندهار پوهنتون د خبرتیاوو او پرمختګونو راپورونه خپرول.
د پوهنتون د عوایدو د زیاتوالي په موخه د تجارتي اعلانونو جذب او خپرول.