پیغام رئیس پوهنتون قندهار

 

پوهنتون قندهار در این فرایند تحصیلات عالی یکی از جمله پنج پوهنتونهای بزرگ میباشد که در سال (۱۹۹۰ م یا ۱۳۶۹ ل) مورد توجه حکومت وقت گردید و به منظور دسترسی زیاد به تحصیلات عالی در مرکز حوزه جنوب غرب قندهار تأسیس گردید. این پوهنتون در این حوزه تمام فعالیتهای علمی و اداری پانچ پوهنتون های ولایتی قندهار هلمند، رزگان زابل و دایکندی را اداره میکند

پوهنتون قندهار توسط یک رهبری ،متهعد با تجربه و عالی به پیش برده میشود و این رهبری تلاش میکند تا پوهنتون قندهار در سطح جهانی به قسم یک پوهنتون شناخته شده و دارنده مقام بلند به پیش برده شود.

شېخ مولوي عبدالرحمن طیبي

Voice Chancller

په علامه حبيبي کتابتون کښي ترکش کارنر پرانیستل سو

kdru_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۴/۱۹ - ۱۶:۳۴
turkish

د دوشنبې په ورځ، د کندهار پوهنتون د علامه حبيبي په کتابتون کښي، د یاد آمریت او په کندهار کښي، د افغان ترک عالي لېسې په ګډه همکارۍ؛ په علامه حبيبي کتابتون کښي ترکش کارنر پرانیستل سو، چي د پټۍ د پرېکولو په مراسمو کښي، د کندهار پوهنتون مسئولان، د افغان ترک عالي لېسې مسئول هارون دیسي ایري او استادان حاضر ول.

د علامه حبیبي کتابتون آمر ذبیح الله آغا د عامه پوهاوي او اړیکو آمریت سره د مرکې پر مهال وویل: د ترکش کارنر په نوم دغه کارنر د کندهار پوهنتون او افغان ترک عالي لېسې ترمنځ د سوي تفاهم لیک له مخه پرانیستل سو، چي افغان ترک عالي لېسې مسئولانو د یاد کارنر له پاره ۱۶ دانې مېزونه، ېو نفري چوکۍ، څلور المارۍ، سل ترکي کتابونه، درې دانې بیرغونه او اتهه دېوالي تاریخي انځورو مرسته وکړه.

په ورته وخت کښي، د علامه حبیبي کتابتون ته راغلي محصلان خوښ دي، چي کتابتون کښي، د مطالعه کولو له پاره آرام چاپېریال ور ته مساعد سوی، دوی هم پر نورو محصلانو ږغ کوي، چي د بې ځایه خواله رسنیو د کاروني پر ځای دي، د کتابو مطالعه کولو ته مخه کړي.

د یادولو وړ ده، چي د کندهار پوهنتون په علامه حبیبي کتابون کښي دا مهال، په اسلامي، ادبي، حقوقي، طبي، اقتصادي او نورو ګڼو بخشو کښي، بېلابېل غني کتابونه موجود دي.

نېټه: ۱۴۰۳/۳/۱۵