ټولو پوهنځيو ته د دیني او ملي ارزښتونو د ساتني او د ګناهو د ضررو په اړه د بیانو لړۍ پای ته ورسېده

kdru_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۳ - ۱۰:۳۷
image

 


د کندهار پوهنتون ټولو پوهنځيو ته، دعوت او ارشاد آمریت د دیني او ملي ارزښتونو د ساتني او د ګناهو د ضررو په اړه د ټاکلي مهالوېش سره سم د بیانو لړۍ پای ته ورسوله؛ په دغه بیانو کښي د دعوت او ارشاد آمريت مبلغ مفتي جميل الرحمن سعيد د ګناهو د ضررو په اړه بیانونه وکړل؛ د ګناهو دؤنیوي او اخروي ضررونه ئې بیان کړل او زیاته ئې کړه: ګناه کوونکى د ګناه په کولو سره د اطاعت او عبادت د ښېګڼو او امتیازاتو څخه بې برخي کیږي، د نېکانو او عابدانو د نؤملړ څخه محرومه کيږي، قیمتي وخت او ژوند ئې بېځایه مصرفيږي، د الله تعالی جل جلاله له دوستۍ څخه لیري پاته کيږي، ژوند ئې له سکون څخه خالي او د تشویش څخه ډکيږي، په ژوند کښي د رزق له کمښت، ناراحتۍ او تشویشو سره مخ کيږي. که څوک وغواړي، چي له ګناهو څخه ځان وساتي؛ نو د قهار ذات غضب او د دوږخ عذابونه دي ور په ياد کړي، د ګناهو څخه دي توبه وکاږي او د لوی څښتن تعالی جل جلاله څخه دي د ګناهو بخښه وغواړي.

ورپسې د دعوت او ارشاد آمر مولوي فضل احمد فضلي د دیني او ملي ارزښتونو د ساتني په اړه خپل معلومات وړاندي کړل او د دیني او ملي ارزښتو د ساتني اړوند ئې هر اړخیز بیانونه وکړل.

نېټه: ۱۴۰۳/۱۰/۳