د (۱۴۰۴ ل.) کال د عمومي کانکور دوه ورځنۍ لړۍ پېل سوه

د کندهار د (۱۴۰۴ل.) کال د عمومي کانکور لومړۍ ورځ، په کندهار پوهنتون کښي پېل سوه، چي په همدې موخه په جوړو سوو مراسمو کښي، د کندهار پوهنتون محترم مسئولان، د آزموینو د ملي ادارې راغلی قدرمن هیئت، د کندهار پوهنتون ښاغلي استادان او د آزمویني ګډونوال حاضر ول.
غونډه چي د قرآن کریم د څو مبارکو آیاتو په تلاوتولو سره پېل سوه؛ په سر کښي د کندهار پوهنتون رئېس شېخ مولوي صاحب عبدالرحمن طیبي ټولو ته ښه راغلاست ووایه؛ داسي آزمویني ئې د اهل او وړ کسانو د معلومولو له پاره ېو شرط ياد کړ؛ د آزمویني ګډونوال زده کوونکي ئې و نورو لوړو زده کړو ته وهڅول او ډاډ ئې وښود، چي د پوهنتون ادارې د آزموینو ملي ادارې د راغلي پلاوي سره په ګډه د کانکور د لا رؤڼتیا له پاره ټول اړین تدابیر نیولي او ممتحنو استادانو ته ئې په شفافه توګه د کانکور اخیستلو سپارښتنه کړې ده.
وروسته د آزموینو د ملي ادارې تخنيکي او اداري مرستيال شېخ مولوي صاحب رحیم الله حقاني، د هيواد په پرمختګ کښي، د ځوانانو د علمي سويې د ونډي په اړه هر اړخيزه وینا وکړه، وروسته ئې کډونوالو ته وویل: د کانکور ټول بهیر به، پرته له کومي لاس وهني او په شفاف ډول سرته رسېږي او ستاسي پایلي به ستاسي د استعداد پر اساس اعلانیږي؛ هغه همدارنګه ځوانانو ته ډاډ ورکړ، چي د کانکور په پروسه کي د تېر په پرتله ډېر سهولتونه راغلي دي، پروسه نوره هم شفافه سوې او هر ځوان ته به د هغه له استعداد سره سم خپل حق رسیږي.
د غونډي په پاى کښي د ټولو ګډونوالو په حضور کښي د پوښتنپاڼو د بکسو قلفونه خلاص او رسماً آزموينه پېل سوه.
د یادولو وړ ده، چي داځل کانکور په پنځو پړاوونو کښي اخیستل کیږي، چي نن پنجشنبه او سبا جمعه د دغه کانکور په دوهم پړاو کښي به، په کندهار کښي د دوولسم او څوارلسم ټولګیو فارغانو او د دیني مدرسو له فارغه طالب العلمانو څخه، کانکور واخیستل سي.
نېټه: ۱۴۰۴/۳/۲۹