د کیفیت پیاوړتیا څېړنیز سمپوزیم دائر سو

kdru_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۳/۳ - ۸:۳۳
Quality

د دوشنبې په ورځ، د کندهار پوهنتون د غونډو په عمومي تالار کښي، اقتصاد پوهنځي، د مهمند نړۍوال ۲۰۰ بستریز روغتون د ناروغانو د رضایت تعینوونکي عوامل اړوند څېړنیز سمپوزیم وړاندی کړ، چي پر مهال ئې، د کندهار پوهنتون مسئولان، د مهمند نړۍوال ۲۰۰ بستریز روغتون رئېس، د دولتي او شخصي سکتورو مسئولان، استادان او محصلان حاضر ول.

سمپوزیم چي د قرآن کريم د څو مبارکو آیاتو په تلاوتولو پېل سو، په سر کښي، د کندهار پوهنتون د اقتصاد پوهنځي رئېس پوهنیار عبدالله زیارمل ټولو ګډون والو ته ښه راغلاست ووایه، ورپسې ئې زیاته کړه، چي د پوهنتون مسئولیت ېوازي تدریس کول نه دئ؛ بلکي مسئولیت لري، چي په سیمه کښي، د ټولو عامه او شخصي ادارو د پرمختګ په موخه خپلي علمي څېړني شریکي کړي.

ښاغلي زیارمل وویل: دا چي د مهمند نړۍوال ۲۰۰ بستریز روغتون مسئولانو ډېره پانګونه کړې؛ نو اقتصاد پوهنځي پنځه میاشتي مخکي، د یاد روغتون د ناروغانو د رضایت تعینوونکي عوامل په نوم څېړنه پېل کړه، چي د استادانو په مټ یاده څېړنه بشپړه او د مهمند نړۍوال ۲۰۰ بستریز روغتون د ناروغانو رضایت تعینوونکي عوامل پکښي معلوم او وړاندي سول.

ورپسې د کندهار پوهنتون د رئېس الحاج شېخ مولوي عبدالرحمن طیبي وویل: کندهار پوهنتون د دې توان لري، چي د اقتصاد د پیاوړتیا او د ټولني د پرمختک په موخه د هیواد د ټولو شخصي او امارتي ادارو سره په ګډه خپلي مشورې او طرحي په وړیا ډول شریکي کړي، همداراز هغه په کندهار کښي، د مهمند نړۍوال روغتون فعالیتونه وستایل، چي د روغتیا په برخه کښي ئې په لویه کچه پانګونه کړې، چي په خبره ئې، لا هم باید د یاد روغتون مسئولان خپل خدمات معیاري کړي، ترڅو افغانان د پردیو هیوادو څخه راوګرځي او همدلته په هیواد دننه کښي ئې ستاسي په مټ درملنه وسي.

ورپسې د کندهار د سوداګرۍ او پانګوني خوني او د مهمند نړۍوال روغتون مشر الحاج محمدصدیق مهمند لومړی په خپلو خبرو کښي له ا.ا. د مسئولانو او اړوندو ادارو څخه ځانګړې مننه وکړه، چي سوداګرو ته ئې آسانتیاوي برابري کړي او د دوی د ستونزو په له منځه وړلو کښي، شپه او ورځ هڅي کوي، ښاغلي مهمند وویل: زموږ سره په ټولو شخصي سکتورو کښي، د همدغه پوهنتون فارغان کار کوي او شخصي سکتورونه پوره ژمن دي، چي د همدغو علمي څېړنو څخه په استفاده به خپل خدمات او تولید لا نور سم او معیاري کړي.

په یاده غونډه کښي، د کندهار د اقتصاد ریاست رئېس مولوي عبدالسلام بریالي، د کندهار د اطلاعاتو کلتور رئېس مولوې انعام الله سمنګاني او نورو مسئولانو هم ویناوي وکړې؛ دوی محصلانو ته په اشاره وویل: چي د نظام مشران د هیواد د اقتصادي ودي له پاره ستاسي ګټورو طرحو ته په ارزښت او لومړيتوب قايل دي؛ نو په دې برخه کښي ستاسي هر ګام اخيستل به مو د خپل مسئوليت د لا ښه ادا کېدو په مانا يي.

تر ویناو وروسته، د اقتصاد پوهنځي رئېس پوهنیار عبدالله زیارمل، د مهمند نړۍوال ۲۰۰ بستریز روغتون د ناروغانو د رضایت تعینوونکي عوامل اړوند خپل څېړنیز پریزینټېشن پېل کړ، چي په هغه کښي د یاد روغتون د ناروغانو رضایت په بېلابیلو برخو کښي پوښتل سوی وو او دغه راز ئې د مهمند نړۍوال ۲۰۰ بستریز روغتون د کیفیت د لا پیاوړتیا په موخه ځیني وړاندیزونه ور ته وړاندي کړل.

د سمپوزیم په وروستیو کښي، د کندهار پوهنتون رهبرۍ او د مهمند نړۍوال ۲۰۰ بستریز روغتون مسئولانو ترمنځ ستاینلیکونه او ايوارډونه ېو او بل ته ورکړل او په ژوند کښي د برياؤ دؤعاوي ورته وسوې؛ وروسته یاد سمپوزیم د دؤعا په ویلو سره پاى ته ورسېد.