د کندهار پوهنتون کارکوونکو د بلخ د محترم والي صاحب سره ولیدل

د کندهار پوهنتون د بېلابېلو آمریتو آمرانو او اداري کارکوونکو، د دعوت او ارشاد د محترم آمر مولوي فضل احمد فضلي صاحب په مشري، د علمي سېر پر مهال د بلخ ولایت له والي محترم الحاج محمد یوسف وفا صاحب سره ولیدل.
په دې لیدنه کي د کندهار پوهنتون د دعوت او ارشاد آمر محترم مولوي فضل احمد فضلي لومړی شکر ادا کړ، چي الحمدلله اوس په ټول هيواد کي د امن فضا حاکمه ده او هر څوک کولای سي، بې له کومي ستونزي د هیواد هر ځای ته سفر وکړي. ورپسې ئې د بلخ والي صاحب څخه د ملاقات د زمینې د برابرولو له امله مننه وکړه او د خپل علمي سېر ټول جریان او موخه ئې ور ته تشریح کړه، چي په خبره ئې؛ د دې علمي سېر هدف دا دئ، چي د هیواد له بېلابېلو پوهنتونو او لوړو زده کړو مؤسسو څخه لیدنه وسي؛ تر څو د دواړو تحصیلي ادارو ترمنځ تجربې شریکي سي او په ګډه د خپل اسلامي نظام له پاره کار وسي.
وروسته د بلخ ولایت والي محترم الحاج محمد یوسف وفا صاحب، ټولو ته ښه راغلاست ووایه او د خپلو خبرو په سر کي ئې شکر ادا کړ، چي الحمدلله اوس په ټول هیواد کي يو شرعي نظام حاکم دئ او د ټولو امارتي ادارو هدف د دې اولس خدمت دئ. هغه وویل: دښمن په فزیکي جنګ کي ماته خوړلې؛ ولي اوس ئې له افغانانو سره فکري او تبلیغاتي جنګ پيل کړې ده؛ چي په دې برخه کي د پوهنتونو مسئولیت دئ، چي له دښمن سره په فکري ډګر کي مقابله وکړي او محصلان د هيواد د شرعي نظام ملاتړ ته وهڅوي.
ښاغلي وفا زیاته کړه، چي مجاهدینو د سر په قربانیو دا هیواد آزاد کړی او اوس هم د هيواد په ګوټ - ګوټ کي د خلکو امنیت ساتي؛ ولي ستاسي د پوهنتونو د کارکوونکو مسئولیت دا دئ، چي دا هیواد ته په خپلو مسلکونو کي خدمت وکړئ؛ که هغه ډاکټر یا انجنير یا د هر بل مسلک لرونکي یي.
په پای کي والي صاحب د هر راز همکاریو ډاډ وښود.
د یادوني وړ ده، چي دا علمي سېر به څو ورځي دوام وکړي، چي په ترڅ کي به د کندهار پوهنتون د آمریتو آمران او اداري کارکوونکي د هيواد له بېلابېلو پوهنتونو، بنسټو او اسلامي او تاریخي ځایو څخه لیدنه وکړي.
نېټه: ١٤٤٧/٢/١٥
د عامه پوهاوي او اړيکو آمریت