د کندهار پوهنتون استادانو او اداري کارمندانو ته د موټر چلولو جواز (لایسنس) ۱۵ ورځنی سيمينار پېل سو
د کندهار پوهنتون د مسلکي پرمختیايي مرکز د غونډو په تالار کښي، د بشري سرچینو آمریت د ظرفیت لوړوني عمومي مدیریت په هڅه؛ د کندهار د ترافیکو مدیریت د تعلیم او تربیې آمریت؛ د کندهار پوهنتون ۱۶۰ استادانو او اداري کارمندانو ته د موټر چلولو د جواز (لایسنس) ۱۵ ورځنی سيمينار پېل کړ.
د ياد درس پر مهال به ټولو ګډونوال، د ترافیکي اُصولو، پر جاده د تګ، ترافیکي نخښو او لوحو سره آشنا سي؛ د درس تر خلاصېدو وروسته به، د ټولو ګډونوالو څخه د موټر چلولو عملي او نظري آزموینه واخيستله کيږي او له هغه وروسته به، بريالیو کسانو ته د موټر چلولو جواز ورکول سي.
د ياد درس په پېل کي، د کندهار پوهنتون رئېس محترم الحاج شېخ مولوي عبدالرحمن طیبي د کندهار د ترافیکو مدیریت د تعلیم او تربیې آمریت له کارکوونکو څخه ځانګړې مننه وکړه، چي د کندهار پوهنتون استادانو او اداري کارمندانو ته ئې ياد سيمينار پېل کړ او له خپله اړخه ئې د هر راز همکاريو ډاډ ورکړ.
نېټه: ۱۴۰۳/۱۰/۲۴