د کاري او اداري مهارتو د زدکړي ورکشاپ پېل سو

kdru_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۱۶ - ۹:۵۲
image

 


دکندهار پوهنتون د محصلانو چارو معاونیت اړوند د محصلانو د خدماتو د انسجام آمريت، د څلرم ټولګیو محصلانو له پاره د کاري او اداري مهارتو د زدکړي روزنيز ورکشاپ پېل کړ.
د ورکشاپ په پېل کي د محصلانو د خدماتو د انسجام آمريت آمر مولوي محمد معصوم زاهد خبري وکړې او د ورکشاپ په اړه ئې بشپړ معلومات له ګډونوالو سره شريک کړل.

ښاغلي زاهد په خپلو خبرو کي وويل: دغه ۸ ورځنی ورکشاپ به د رواني میاشتي تر (۱۹مي) نیټې پوري دوام وکړي، چي په دغه موده کي به محصلانو ته د اداري او کاري مهارتو په اړه بشپړ معلومات ورکړل سي.
هغه وويل: په دې ورکشاپ کي به د اقتصاد، عامه ادارې او پاليسي او د شرعیاتو پوهنځي باتجربه استادان د کار او دندې اړوند په بېلابېلو برخو کي د ورکشاپ ګډونوالو ته روزنه ورکړي.

د محصلانو د خدماتو د انسجام آمر په خپلو خبرو کي له محصلانو وغوښتل، چي په ورکشاپ کي فعاله ګډون وکړي او د مسلک ترڅنګ ټولنيزو ارزښتو ته هم ډېر پام وکړي.
وروسته دا برخه په دؤعا کولو سره پاى ته ورسېدله.
نېټه: ۱۴۰۳/۸/۱۳