د پوهنتون د قدرمن رئیس او محترمو مرستیالانو ترمنځ د همږغۍ ناسته وسوه

kdru_admin
شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۹:۵۹
image

د پوهنتون د قدرمن رئیس او محترمو مرستیالانو ترمنځ د همږغۍ ناسته وسوه

دغه ناسته د کندهار پوهنتون په ریاست مقام کي د پوهنتون د قدرمن رئیس، الحاج شیخ مولوي عبدالرحمن طیبي صاحب په مشري، چي هره اوونۍ د پنجشنبې په ورځ کېږي؛ وسوه، چي پکښي د پوهنتون د محترمو مرستیالانو ترڅنګ د دعوت او ارشاد محترم آمر صاحب هم ګډون درلود.

یاده ناسته، چي د قرآن کریم د څو مبارکو آیاتو په تلاوتولو پيل سوه؛ په سر کښي د کندهار پوهنتون رئيس محترم الحاج شيخ مولوي عبدالرحمن طیبي صاحب ټولو ته ښه راغلاست ووايه او وې وويل: زما هڅي رواني دي، چي د پوهنتون د هر معاونیت له ټولو کارکوونکو او استادانو سره جلا ـ جلا مجلسونه وکړم؛ تر څو د هغوی نظرونه، ستونزي او وړاندیزونه له نږدې واورم؛ تاسي باید خپل ماتحت کارکوونکو ښه تعقیب وکړئ، د چارو په سرته رسولو کي پوره همږغي ولرئ او خپلو مسئولیتو ته لا ښه جدي متوجه اوسئ؛ همداراز، د وروستي سميسټر د محصلانو له پاره د SPSS اړوند ورکشاپونه دائر کړئ؛ تر څو د هغوی علمي او څېړنیزي وړتیاوي لا لوړي سي؛ د دې ترڅنګ، د لیلیې چاري هم باید لا ښه منظمي او مدیریت سي؛ ترڅو محصلانو ته مناسبه او آرامه فضا برابره سي. 

وروسته د رهبرۍ غړو ترمنځ د بېلابېلو مهمو موضوعاتو په اړه هر اړخیز بحث وسو؛ په دې لړ کي د کندهار ښاروالۍ سره په همږغۍ د پوهنتون د لابراتوارو پر عايداتي کولو؛ د لابرانټانو د ظرفیت پر لوړاوي، د پوهنتون د مطبعې پر غني کولو، د محصلانو د ظرفیت پر لوړاوي، د پوهنځیو د رئیسانو د ارزوني پر راپور، د کندهار پوهنتون د نړۍوال کنفرانس پر چمتووالي او د لیلیې محصلانو د خوراک، اوبو او نورو خدماتو ته پر وخت پر رسېدګي او پر ځینو نورو مهمو متفرقه مسایلو خبري وسوې، چي د نظرو تر تبادلې وروسته ئې په اړه مهمي پرېکړې وسوې.

وروسته ناسته د دؤعا په کولو سره پای ته ورسېده.
نېټه: ۱۴۴۷/۱۰/۱۷