د (١٤٠٥ل.) کال د عمومي کانکور د اخیستلو دوه ورځنۍ لړۍ پېل سوه
د (١٤٠٥ل.) کال د عمومي کانکور د اخیستلو دوه ورځنۍ لړۍ پېل سوه
د پنج شنبې په ورځ، د کندهار د (١٤٠٥ل.) کال د عمومي کانکور لومړۍ ورځ په کندهار پوهنتون کښي پېل سوه، چي په همدې موخه په جوړو سوو مراسمو کښي، د کندهار پوهنتون مسئولان د هیواد د آزمویني د عمومي ادارې راغلی محترم هیئت، استادان او د آزمویني ګډونوال حاضر ول.
غونډه چي د قرآن کریم د څو مبارکو آیاتو په تلاوتولو سره پيل سوه؛ په سر کښي د کندهار پوهنتون رئیس محترم شیخ مولوي عبدالرحمن طیبي صاحب ټولو ته ښه راغلاست ووایه؛ د آزمویني ګډونوال زده کوونکي ئې و نورو لوړو زده کړو ته وهڅول او ډاډ ئې وښود، چي د پوهنتون ادارې د آزموینو عمومي ادارې د راغلي پلاوي سره په ګډه د آزمویني د رؤڼتیا له پاره ټول اړین تدابیر نیولي او ممتحنو استادانو ته ئې په شفافه توګه د آزمویني اخیستلو سپارښتنه کړې ده.
دغه راز د کندهار پوهنتون قدرمن رئیس الحاج شیخ مولوي عبدالرحمن طیبي صاحب د کندهار پوهنتون د روان وضعیت، آسانتیاوو او پرمختګو په اړه هم د آزمویني ګډونوالو ته معلومات ورکړل او وې ویل: کندهار پوهنتون ستاسي دوهم کور دئ، دلته به ستاسي علمي او اخلاقي روزنه په ښه توګه کیږي.
وروسته د آزمویني د عمومي ادارې مرستیال محترم شیخ مولوي رحیم الله حقاني صاحب، د آزمویني په اړه د لنډو معلوماتو تر وړاندي کولو وروسته د آزمویني ټولو ګډون والو ته ډاډ ورکړ، چي د آزمویني ټول بهیر به، پرته له کومي لاس وهني او په شفاف ډول سرته رسيږي او ستاسي پایلي به ستاسي د استعداد پر اساس اعلانیږي.
د غونډي په پاى کښي د ټولو ګډونوالو په حضور کښي د پوښتنپاڼو د بکسو قلفونه خلاص او رسماً آزموينه پېل سوه، چي سبا د جمعې په ورځ به هم دغه لړۍ ادامه ولري.
د یادولو وړ ده، چي سږ ۱۴۰۵ل. کال د کندهار ولایت په کانکور کښي زرونو کسانو ګډون کړی دئ او د تېرو کلونو په پرتله د ګډونوالو شمېر زیات سوی دئ.
نېټه: ١٤٤٧/١٢/٤