د مالي او اداري چارو معاونيت اړوند د ټولو آمرانو او اداري کارکوونکو سره د همږغۍ ناسته وسوه
د مالي او اداري چارو معاونيت اړوند د ټولو آمرانو او اداري کارکوونکو سره د همږغۍ ناسته وسوه
د کندهار پوهنتون قدرمن رئیس الحاج شیخ مولوي عبدالرحمن طیبي صاحب د پوهنتون په مالي او اداري چارو معاونيت کي د یاد معاونیت اړوند د ټولو آمرانو صاحبانو او اداري کارکوونکو سره د همږغۍ ناسته وکړه، چي پر مهال ئې د یاد معاونیت محترم اداري مرستيال انجنير صاحب اکرام الله صهيب او د یاد معاونیت اړوندو ادارو آمران صاحبان او اداري کارکوونکي حاضر ول.
مجلس چي د قرآن کریم د څو مبارکو آیاتو په تلاوتولو پیل سو، وروسته شیخ صاحب وویل: د دې مجلس ټولو درنو ګډونوالو ته ښه راغلاست وایم، هر وخت مي دا هیله یي، چي د پوهنتون له هر غړي سره مخامخ مجلس ولرم، د هغوی غوښتني، وړاندیزونه او ستونزي واورم او د ننني مجلس اساسي هدف هم همدا دئ. په لومړي قدم کي د ټولو کارکوونکو څخه د زړه له تله مننه کوم، چي په تېر (۱۴۰۴ل.) کال کي ئې نه ستړي کېدونکي خدمتونه کړي، ستاسي ټولي چاري په ښه ډول پر مخ تللي دي، په ځانګړي ډول مالي او اداري برخي مو په منظم ډول ترتيب کړي دي.
دغه راز شیخ صاحب زیاته کړه، سره له دې، چي امکانات محدود ول؛ خو تاسي په ګډو هڅو د پام وړ لاسته راوړني درلودې؛ په رغنیزو چارو او مالي برخه کي ښه پرمختګونه سوي دي او کارونه په ښه کیفیت سره روان دي؛ خو سره له دې بریاوو بيا هم اړتیا ده، چي لا ډېري هڅي وکړو، خپلو چارو ته لا زیات پام وکړو او د لا پرمختګ له پاره په ګډه او همږغۍ سره کار ته دوام ورکړو.
په وروستیو کي د مالي او اداري چارو مرستیال محترم انجنیر صاحب اکرام الله صهیب، د قدرمن شیخ صاحب څخه مننه وکړه، چي هر وخت ئې د چارو په پرمختګ کي مرسته کړې او قدرمن شیخ صاحب ته ئې ډاد ورکړ، چي مالي او اداري چارو معاونيت ټول محترم کارکوونکي به، په پوره اخلاص سره خپل مسئولیت ته متوجه دي.
وروسته مجلس د دؤعا په کولو سره پای ته ورسېد.
نېټه: ۱۴۴۷/۱۰/۱۳