د لوړو زده کړو سرپرست وزير د کندهار پوهنتون د شرعیاتو او اسلامي ثقافت استادانو سره ناسته وکړه

kdru_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۹/۴ - ۱۴:۵۹
image

د افغانستان د لوړو زده کړو سرپرست وزیر جلالتمآب شیخ مولوي نداء محمد ندیم صاحب کندهار ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کښي، د کندهار پوهنتون د شرعیاتو او اسلامي ثقافت له استادانو سره وکتل، چي پر مهال ئې د لوړو زده کړو وزارت د دعوت ارشاد رئېس محترم شېخ شاکرالله وحدت، د یاد وزارت د مالي او اداري چارو رئېس عبدالباري خپلواک او د کندهار پوهنتون د شرعیاتو او اسلامي ثقافت استادان حاضر ول.

کتنه چي د قرآن کریم د څو مبارکو آیاتو په تلاوتولو سره پېل سوه؛ په سر کښي د کندهار پوهنتون قدرمن رئېس محترم الحاج شېخ مولوي عبدالرحمن طیبي صاحب، د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شېخ مولوي نداء محمد ندیم صاحب او ورسره مل پلاوي ته ښه راغلاست ووایه؛ ورپسې ئې د خدای جل جلاله شکر ادا کړ، چي الحمدالله؛ الله جل جلا له، داسي ېو نظام حاکم کړ، چي د نظام په سر کښي ټول شرعي علماء کرام دي او د هغو په هره پرېکړه کښي اطاعت پر موږ لازم دئ.

ورپسې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شېخ مولوي نداء محمد ندیم صاحب خوښي وښودله، چي د کندهار پوهنتون د شرعیاتو او اسلامي ثقافت استادانو سره ویني؛ هغه وویل: تاسي علماءکرام د ټولني لویه هستي یاست، د نظام او ټولني اُمید ستاسي خوا ته دئ؛ تاسي په ټولنه کښي خورا لوی مسئولیت او قدر لری؛ تاسي د دې له پاره مقرر سوي یاست، چي د ځوانانو پر فکر کار وکړی او محصلان په لا ښه ډول په اسلامي او ملي فکر سمبال کړی، د محصلانو صورت او سیرت پر اسلامي شریعت ور برابر کړی، الحمدالله؛ الله جل جلاله د خدمت کولو ېو ښه فُرصت راکړی؛ نو راسئ دا خپل ځوانان د عصري زده کړو ترڅنک په اسلامي پوهه لا هم ښه سمبال ټولني ته وړاندي کړو.

وروسته د شرعیاتو او اسلامي ثقافت استادانو په ځینو برخو کښي خپل وړاندیزونه او غوښتني د لوړو زده کړو د سرپرست وزير سره شریکي کړې، چي وزیر صاحب د وزارت په کچه د بشپړي همکارۍ ډاډ ورکړ او ژمنه ئې وکړه، چي ټولي ستونزي به ئې ورحل کړي او دغه راز ټولو غوښتنو ته د رسېدو په موخه به ئې پوره هڅه وکړي.

نېټه: ۱۴۰۳/۹/۴